جلال اباد-محمود راقي(پژواک،١٢تله٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار او کاپيسا ولايتونو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د تلې په ۱۲ مه پژواک خبرى اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه په شېرزادو ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي، دغه بريدونه په خټو او کنډو کليو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ١١ طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې د مخالفينو زيات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
خوږياڼی زياتوي، په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
خو وسله وال طالبان بيا دغه بريدونه ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په شېرزادو ولسوالۍ کې نه بريدونه شوي او نه هم کوم طالب وژل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني پژواک ته وويل چې تېر ورځ مازيګر د تګاب ولسوالۍ په شېرخېلو سيمه کې وسله والو طالبانو پر سيمه ييزو پوليسو بريد وکړ.
هغه وايي چې په دې بريد کې دوه طالبان وژل شوي او يو ټپي دى او يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.
نوموړی زياتوي : (( له تېرو څو مياشتو راهيسې وسله وال په سيمه کې مات شوي کله پر يوه پوسته بريد وکړي بيا خپله له مرګ ژوبلې سره مخ کيږي.))
بل خوا د سيمې يو اوسېدونکي شېرزاد پژواک ته وويل چې په ياده نښته کې يو ملکي وګړى هم ټپي شوى دى.
د دې نښتې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.