کندوز ښار، کابل (پژواک، ۱۲ تله ۹۵): امنیتي سرچینې وایي، چې د ملي اردو د کومانډو ځانګړي ځواکونه کندوز ښار ته رسیدلي او نن شپه به د وسله والو طالبانو پرضد عملیات پیل کړل.
وسله والو طالبانو نن سهار یوځل بیا له څو خواوو څخه پر کندوز ښار برید وکړ او د مرکزي څلور لاري په ګډون یې ګڼ شمیر سیمې نیولي دي.
یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، دتلې په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وسله والو نن ډیره هڅه وکړه، چې د ملي امنیت ریاست، ولایت مقام او امنیه قومانداني ونیسي، خو بریالي نه شول.
سرچینې زیاته کړه، یادې مهمې دولتي اداري پر هغه سړک موقعیت لري، چې هوایي ډګر ته تللی، پاتې د کندوز ښار ډیرې برخې له وسله والو طالبانو سره دي.
د کندوز ښار یو تن اوسیدونکي سیدمحمد د شپې په نهو بجو پژواک اژانس ته وویل، چې د ښار مرکزي څلور لارۍ اوس هم له وسله والو طالبانو سره دی.
د هغه په وینا، طالبانو ډیره هڅه وکړه، چې د ملي امنیت ریاست، ولایت مقام او امنیه قومانداني هم ونیسي، خو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.
بلخوا د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا ویلي، چې د کندوز ښار له مرکزي سیمو څخه وسله وال طالبان په شاتمبول شوي او ډیره مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ځمکنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مراد علي مراد په کندوز کې او د جګړې رهبري یې په غاړه اخیستې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې نن شپه به د کندوز په بیلا بیلو سیمو کې شپني عملیات هم ترسره شي.
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ هم ویلي، چې په کندوز ښار کې وسله وال مخالفین په شا تمبول شوي او د هغوی د پرمختګ راپورونه یې رد کړي دي.
بلخوا ځینې سرچینې وایي، چې نن تر ماښام وروسته د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز او د حکومت سرپرست جنرال عبدالرشیددوستم ترمنځ د کندوز د وضعیت په اړه بیړنې غونډه شوې ده.
login or register a new account.