مزارشريف (پژواک، ۱۳ تله ۹۵): د بلخ ولايت د استيناف محکمې مسوولين وايي، د دغه ولايت په ټولو دولتي ادارو کې فساد شته دی.
دغه څرګندونې د دغه ولايت د استيناف محکمې رييس قضاوتوال محمد نجيم محمدي په مزارشريف ښار کې د قضايي او عدلي ارګانونو د دوه ورځني سيمينار په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
دغه سيمينار د تلې په ۱۳مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې پيل شو، چې د شمال زون د پنځو ولايتونو د عدلي او قضايي ارګانونو او د ښځو چارو رياستونو استازو په کې برخه اخيستې وه.
د بلخ د استيناف محکمې رييس قضاوتوال محمد نجيم محمدي وويل، ياد سيمينار د شمال زون د قضايي او عدليي ارګانونو د همغږۍ، په دغو ادارو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او له ښځو سره په کې د عدالت کولو په موخه جوړ شوی دی.
د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د دغه سيمينار په څنډه پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دی چې نن په شمال کې د عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه د دغه رياستونو مسوولين راغونډ شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((له نېکه مرغه نن د هماغو دولتي ادارو مسوولين د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره خبرې کوي، چې له ټولو ډېر اداري فساد همدوی پورې تړاو لري.))
هغه د يو څه مثبت بدلون پخلی وکړ، خو ويې ويل، چې لا هم په قضايي او عدلي ارګانونو کې په مافيايي شکل نوې مقررۍ د پيسو، خپلوۍ او نورو اړخونو په تړاو تر سره کېږي، چې له امله يې اداري فساد لا پراختيا مومي.
حديد په قضايي او عدلي ارګانونو کې د اداري فساد د منلو تر څنګ وويل، چې ځينې خلک په دغو ادارو کې له اخلاقي فساد څخه هم شکايت کوي.
نوموړي د بلخ ولايت په تړاو وويل: ((په بلخ کې هم د معاملو او اړيکو پر بنسټ نوي کسان په دولتي پوستونو کې مقرر کړای شوي دي.))
نوموړي د شمال زون په کچه وويل، چې شته نسبي ناامنيو څخه ځينې دولتي چارواکي ناوړه ګټه پورته کوي.
د هغه په وينا، ځينې دولتي چارواکي هڅه کوي، چې د څه مودې لپاره له شته دولتي مقام څخه څه ډول شخصي ګټه واخيستلی شي.
د بلخ د استيناف محکمې رييس قضاوتوال محمد نجيم محمدي وويل، اداري فساد يواځې قضايي او عدلي ارګانونو پورې تړلې مسئله نه ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP