Language

سيمه ييز چارواکي:  که کندوز ته پاملرنه و نه شي انساني غميزه به رامنځ ته شي

 کندوز(پژواک،١٤تله ٩٥): د ولايتي شورا ځينې غړي او کندوز اوسېدونکي وايي چې طالبانو د ښار ډېرى سيمې نيولې دي، مواصلاتي لارې تړلې دي او خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان ښار دننه تګ را تګ کوي او خلک له کورونو څخه د وتلو په حال کې دي.

 نوموړي وويل :" يواځې ولايت مقام، ملي امنيت رياست، امنيه قوماندانۍ، چوک او د ولايت واټ د دولت په واک کې دي او د ښار نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي او په ښار بمبارد هم دوام لري؛ يو شمېر کورونه او مارکېټونه ويجاړ شوي دي."

د ولايتي شورا ياد غړي وويل چې کندوز ښار اوسېدونکي د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي او کندوز ښار کې د يوې ډوډۍ بيه ٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 ولي زياته کړه چې کندوز ته دې بېړنۍ پاملرنه وشي او د جګړې قومانده دې هم واحده شي؛ له دې پرته به انساني غميزه رامنځ ته شي.

د کندوز ښار يو اوسېدونکي محمد موسى چې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره د کور پرېښودو په حال کې و، وويل چې امام صاحب بندر څخه چوک ته څېرمه طالبان دي او خلک ناوړه وضعيت کې ژوندکوي.

هغه زياته کړه :" چې ډوډۍ مخکې لس افغانۍ وه، اوس په ٥٠ افغانيو پلورل کېږي، د خلکو کورونه له هوا او ځمکې څخه بمبار  کېږي، ځينې کورونه سوځېدلي دي او هېڅ امکانات نشته ، يو شمېر خلک  خپلو کورونو کې ټپيان دي او چېرته تښتېدى نه شي."

 د پژواک خبري اژانس خبريال له کندوز ښار څخه راپور ورکوي چې کندوز ښار کې وضعيت سم نه دى؛ چوک ته څېرمه طالبان ګرځي ، خلک له کورونو څخه د تېښتې په حال کې دي او کندوز کې حکومتي لوړپوړي چارواکي هم د وضعيت په اړه  خلکو او رسنيو ته څه نه وايي.

login or register a new account.