Language

په خوست کې  د وزیرستاني کډوالو یو قومي مشر وووژل شو

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۵): چارواکي وایي، چې په خوست ولایت کې د وزیرستاني کډوالو یو قومي مشر دنامعلومو وسله والو لخوا  وژل شوی دی.

د خوست دوالي ویاند مبارز ځدراڼ د تلې په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن ماخوستن په شاوخوا اتو بجو د خوست دګیلان  په کمپ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې نامعلومو وسله والو دزیرستاني کډوالو یو قومي مشر حاجي عمر خان وزیر د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی او بریدکوونکي تښتیدلي دي.

ځدراڼ وایي، چې پولیسو د پيښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د وزیرستاني کډوالو د پنډغالي یو تن اوسیدونکي عمر دین وزیر پژواک ته وویل، چې یاد قومي مشر پخپل کور کې وژل شوی او بریدګر په موټر کې تښتیدلي دي.

د خوست ولایت یو تن اوسیدونکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل، چې وژل شوی قومي مشر حاجی عمر خان وزیر د پاکستان پر ضد منفي ذهنیت درلود او د کډوالو د بیرته ستنیدلو سره یې مخالفت درلود.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت وزیرستاني کډوالو ته ضرب الاجل ټاکلی، چې بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي، خو ګڼ شمیر کډوالو له بیرته ستنیدلو څخه ډډه کوي.   

login or register a new account.

Related Topics