پل علم (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو يو ملا امام پر ډزو وژلى، بلخوا په مرکز پل علم کې يې د پورک لېسې ښځينه ښوونکې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړې دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په دهنو سيمه کې د دهنو جامع جومات ملا امام مولوي کريم پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي: ((دغه ملا به خلکو ته سمه لاره ښوده نو ځکه بېګاه له لمانځه وروسته طالبانو د جومات په مخکې پر ډزو وژلى دى.))
ده وويل چې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د دهنو کلي اوسېدونکي مطيع الله پژواک ته وويل چې د مولوي کريم په وژل کېدو خبر دى خو نه پوهېږي چې دا مولوي طالبانو او که کوم بل چا وژلى دى.
هغه وايي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې مولوي کريم د دهنو د جامع جومات ملا امام و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په لوګر کې په روان کال کې څلور نور ديني عالمان او دوه قومي مشران په ورته پېښو کې وژل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د پورک د انجونو لېسې ښځينه ښوونکې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړې دي.
ده وويل: ((طالبانو وړمه ورځ د دې لېسې ښځينه استادانو ته اخطار ورکړى چې نور مکتب ته ولاړې نه شي او که ولاړې شي نو عواقب به يې پر خپله غاړه وي.))
د عرب په وينا، له تېرو دوو ورځو راهيسې سره له دې چې د ښوونځي دروازه پرانيستې ده خو زده کوونکي او ښوونکي له ډاره نه ورځي.
عرب وايي چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته يې هلې ځلې پيل کړې تر څو ياده ستونزه هواره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP