محمودراقي (پژواک، ١٤ تله ٩٥): امنیتي چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د یوې کورنۍ د غړو تر منځ شخړه رامنځته شوې او په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي دي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د اله ساى ولسوالۍ د شاهروخېلو په سيمه کې رامنځته شوې وه.
سرچينې زياته کړې، په ياده سيمه کې د يوې کورنۍ د غړو تر منځ د خپلمنځي شخړې له امله درې کسان وژل شوي دي.
اميني وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د حميدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا جګړه د تره د زامنو تر منځ رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې نښته د شخصي خصومت او کورنيو ستونزو له امله رامنځته شوې چې په کې له يو لوري دوه ځوانان او يو بل درېيمګړى وژل شوى دى.
د نوموړي په وينا، هغه چا چې د دوى تر منځ منځګړيتوب کاوو هغه څو مياشتې مخکې واده کړى و او کله چې يې تره خبر شوى، هغه هم سکته کړې او مړ شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن