Language

د مزار شریف ښار پر دېوالونو د هنر نړیوالې ورځې په ویاړ انځورونه وکښل شول

مزارشريف (پژواک، ۱۵ تله ۹۵): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار د واټونو پر ځينو دېوالونو د هنر د نړيوالې ورځې په وياړ انځورونه وکښل شول.

د تلې په ۱۵مه، د سپيدې فرهنګي مرکز لخوا د کابل- مزارشريف پر لويه لار د شمال زون د تفحصاتو پر دېوال د لسګونو نندارچيانو پر وړاندې انځور وکښل شول.

د انځورګرۍ دغه ننداره، چې د ((درنګ درنګ)) په نامه نومول شوې، د انځورونو طرحې يې د سولې په پلوۍ او د جګړې پر ضد وې.

د سپېدې فرهنګی مرکز مسوولې حفيظې محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاره يې په بلخ کې د انځورګرۍ د هنر د بډاينې لپاره ترسره کړه.

نوموړې زياته کړه، چې انځورګرۍ ته يې ځکه د سولې په پلوۍ او د جګړې ضد طرحې ټاکلي، چې د افغانانو لپاره سوليز او ورورګلوۍ پيغام ولري.

هغه خوشاله وه، چې د انځورونو د جوړېدو پر مهال يې د مزارشريف ښار اوسېدونکو تود هرکلی وکړ.

د مزارشريف ښار د مدني ټولنې غړي سيد عالم، چې له جوړو شويو انځورونو يې ننداره کوله، پژواک ته وويل، چې ورته چارې په عامو خلکو کې د مثبت فکري بدلون لپاره لاره هواروي.

نوموړي زياته کړه، چې د نورو ډېرو ګټو تر څنګ ورسره د ښار ښکلا زياتېږي او خلکو ته خوشالۍ احساس ورکوي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ريس صالح محمد خليق ورته چارې په بلخ کې د هنر او فرهنګ د بډاينې لارې وګڼلې.

نوموړي زياته کړه، چې که څه هم په بلخ ولايت کې د انځورګرۍ هنر معتبر شاليد لري؛ خو د ښار پر واټونو د انځورو کښلو تجربه پکې نوې ده.

login or register a new account.

Related Topics