کندوز (پژواک، ١٥ تله ٩٥): د کندوز ولايتي شورا غړي، حکومت د ياد ولايت د جګړې په کنټرولولو کې ناکام بولي او وايي چې د کندوز په وروستيو جګړو کې ډېرى زيان ملکي خلکو ته اوښتى او جګړه د ښار په اړونده سيمو کې تر اوسه دوام لري.
د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت د کندوز جګړې په کنټرول کې ناکامه دى او د خلکو ستونزو ته لاسرسى نه کوي.
د کندوز ولايتي شورا ياد غړي زياته کړه چې جګړه اوس هم د کندوز په اړونده سيمو کې دوام لري او ډېر شمېر ملکي وګړي ټپيان او وژل شوي، خو د دولت عملياتو تر اوسه پورې کوم لاسته راوړنه نه درلوده.
نوموړي کندوز ته د کورنيو چارو وزير نننۍ سفر هم نمايشي وباله او زياته يې کړه: "موږ نن ميدان ته راغلي يو څو د کورنيو چارو وزير ته د کندوز ستونزه ورسوو، خو سيمه ييز حکومت موږ ته له وزير سره د ليدو اجازه رانه کړه، له دې وروسته موږ خبرې نه منو؛ عمل غواړو."
د کندوز ولايتي شورا منشي زرګل عالمي هم ياد ولايت ته د حکومت پر نه پاملرنې نيوکه وکړه او ويې ويل: "خلک د کندوز په جګړه کې تباه شول او ژوند ورته نه دى پاتې او حکومت هم د يادې ستونزې د حل په موخه چوپ پاتې دى."
عالمي، د ولايتي شورا له غړو سره د کورنيو چارو وزير پر نه ليدنې د نيوکې ترڅنګ وويل: "کندوز ته نن د کورنيو چارو وزير راتګ نمايشي و، موږ ميدان ته راغلو څو له وزير سره د خلکو ستونزې شريکې کړو، خو د وزير چاپلوسان راغلل او وزير يې له خلکو سره د ليدو لپاره پرېنښود."
د کندوز د حوزوي روغتون سرطبيب مرضيه يفتلي وويل، چې د ياد روغتون شا وخوا سل ډاکټران له نا امنو سيمو څخه د خپلو کورنيو د لېږد په موخه روغتون پرېښى او اوس په ياد روغتون کې دولس ډاکټران پاتې دي، چې ياده اندازه ډاکټران ناروغانو ته لاسرسى نه شي کولى.
نوموړې، د دې اندېښنې په څرګندولو سره چې په دې اړوند يې د عامې روغتيا وزارت ته معلومات ورکړي، وويل: "له هغوى مو وغوښتل چې موږ ته يو مرستندويه ټيم راولېږي، له هغه پرته به انساني غميزه رامنځته شي."
د کندوز حوزوي روغتون سرطبيب څرګنده کړه، چې په تېرو درېيو ورځو کې ياد روغتون ته ١٦٥ ټپيان راوړل شوي دي.
بلخوا د کندوز د والي وياند محمود دانش وويل چې د کندوز ښار وضعيت د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دى، عمليات روان دي او په تېرو څلورو ورځو کې له سلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي، خو د ملکي او پوځي مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې شتون نه لري.
کندوز ښار له تېرو څو ورځو راهيسې د سختو نښتو شاهد و او اوسمهال د ښار يو شمېر سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
login or register a new account.