Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د کابل – کندهار لويه لاره پرانېستل شوه

کلات ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٥): د زابل د والي وياند وايي، زابل کې له طالبانو سره د جګړې له امله تړل شوې لار تر درېيو ساعتونو وروسته پرانېستل شوه، خو اوس هم په سيمه کې چاڼيز عمليات دوام لري.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي، چې وسله وال طالبان نن سهار د دې ولايت د مرکز کلات ښار
  او شاه جوى ولسوالۍ تر منځ د مرکز اړوند په باکرزو او خارجوی سيمو کې لويه لاره وتړله او د موټرو تلاشي يې پيل کړه.

هغه وايي چې  وروسته  په سيمه کې له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د مېشتو پوليسو او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه او بيا له کلات ښار څخه اضافي ځواکونه هم ورغلل.

ده وويل چې دغه لار له غرمې مخکې په دوو بجو د ترافيکو پر مخ پرانېستل شوه، خو اوس هم  په سيمه کې د دولتي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري.

هغه ونه ويل چې په ياده نښته کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي نن سهار ويلي و چې طالبانو د زابل په مربوطاتو کې پر هغو دولتي اکمالاتي کاروانونو  بريدونه کړي چې هلمند او اروزګان ولايتونو ته روان وو.

هغه ويلي و چې کاروانونه په بېلابېلو سيو کې کلابند دي او په دې بريد کې د دولتي ځواکونو ٧ رېنجر موټر تخريب شوي او په کې سپاره کسان وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.