Language

ځينې سرچينې: د کندوز د والي له دفتر سره نږدې جګړه روانه ده

 کندوز (پژواک، ۱۶ تله ۹۵): ځينې سرچينې وايي،په کندوز ښار کې د والي دفتر او امنيه قوماندانۍ ته په نږدې سيمه کې نښته روانه ده، خو د والي وياند دغه څرګندونې ناسمې بولي.

د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې په يوولس بجو د کندوز ښار په لومړۍ ، درېيمه او څلورمه حوزه بريد وکړ .

 ده وويل (( اوس د کندوز حالت د اندېښنې وړ دى، د امنيه قوماندانۍ او ولايت مقام په ٢٠٠مترۍ کې د بخمل په کوڅه جنګ  روان دى. ))

د ولايت مقام او امنيه قومانداني د څلورمې حوزې په سيمه کې دي .

د ايوبي په وينا، د کندوز شاوخوا ٥٠ سلنه ښاريان له ښاره وتلي دي .

 ده په حکومت غږ وکړ چې که د کندوز وضعيت ته پاملرنه ونه کړي نو ددې ښار حالت به نور هم خراب شي  او ښاريانو ته به زيات تلفات واوړي .

د کندوز يوه مدني فعال عنایت الله خلیق هم وايي چې اوس جنګ د کندوز ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ سره نږدې روان دى .

هغه هم د کندوز ښار امنيتي حالت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې کندوز ته تېره ورځ د کورنيو چارو د وزير سفر هم بې ګټې و .

خو د کندوز د والي وياند سيدمحمد دانش وايي چې په کندوز ښار کې وضعيت ښه دى.

دى وايي چې د والي دفتر او امنيه قوماندانۍ په نږدې سيمه کې نښتې نشته او تېره شپه د کندوز ښار د نواباد په خواجه مشهد سيمه کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال شل وسله وال طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې له دې سيمې طالبان په شا شوي او د دولتي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره روان دي.

خو د کندوز ښار د لومړۍ حوزې امر صفي الله پژواک ته وويل چې اوس ( شاوخوا ١١ نيمې بجې ) جګړه د لومړۍ حوزې په سيمه کې روانه ده .

login or register a new account.