مزارشريف- تالقان (پژواک، ۱۷ تله ۹۵): د کندوز ولايت د وروستيو جګړو له امله نږدې دوه زره کورنۍ بلخ او تخار ولايتونو ته کډوالې شوې او له سختو ستونزو سره مخ دي.
د بلخ د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي چې دغه ولايت ته د کندوز د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.
د تلې په ۱۷مه په بلخ ولايت مقام کې، دغه ولايت ته د کندوز د بېځايه شوو کورنيو لپاره د مرستو د ټولولو په موخه بېړنۍ ناسته وشوه.
د يادې ناستې په څنډه کې د بلخ د کډوالو رييس عبدالصبور قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کندوز څخه تر دې دمه نږدې ۴۰۰ کورنۍ بلخ ته کډه شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې دغو کورنيو د وروستيو جګړو له امله خپلې سيمې پرېيښې دي.
هغه وايي چې نن د ولايت په مقام کې د يادو کورنيو لپاره د مرستو د ټولولو په موخه دولتي کمېټه وټاکل شوه چې د دولتي، غير دولتي او ازادو مرستو ټولولو چارې کنټرول کړي.
د قادري په وينا، له کندوزه بېځايه شوې کورنۍ د مهاجرو رياست په مېلمستون، ښوونځيو او ځينو جوماتونو کې ځای پر ځای شوي دي.
صفت الله له خپلې کورنۍ سره تېره شپه له کندوزه ځان بلخ ته رسولی، نوموړی چې له ځينو نورو کورنيو سره د ځای د نه پيدا کېدو له امله په روضه کې ناست وو، پژواک ته وويل چې د خپل ژوند د ژغورنې په موخه يې خپل ولايت پرېيښی دی.
نوموړي زياته کړه: ((په کندوز کې د ژوند امکانات له منځه تللي، ښار بند دی او هره شېبه په وېره کې تېرېږي، موږ نېکمرغه يوو، چې تر بلخه ژوندي رسېدلي يوو.))
هغه د بلخ ولايت له چارواکو او خلکو غوښتنه وکړه چې له دوی سره په بېړني ډول د مرستو لپاره لاس اوږد کړي.
د بلخ د کډوالو رييس وويل، پتېيل شوې چې له کندوزه بېځايه شوې کورنۍ په حاجي کمپ کې ځای پر ځای کړي.
نوموړي زياته کړه چې تر يوې اونۍ پورې به د حاجي کمپ د حاجيانو تم ځای ودانۍ اوزګاره شي.
login or register a new account.