Language

په کندوز کې د افغان هوايي ځواک په بمبار کې دوه سرتېري وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٥): په کندوز ښار کې د افغان هوايي ځواک په بمبار کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد معصوم هاشمي د تلې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د کندوز ښار اړونده بالاحصار ته څېرمه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د ځمکنيو ځواکونو له خوا هوايي ځواک ته ناسم کورډيناټ ورکړل شوي و، چې له امله يې هوايي ځواک په خپلو سرتېرو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي.

خو نورې سرچينې وايي چې په دې پېښه کې درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

بلخوا طالبانو ادعا کړې، چې په دې بريد کې ٩ سرتېري وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ په فراه ولايت کې هم د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics