ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځدراڼ: افغان حکومت له وزيرستاني کډوالو سره په مرسته کې ژمن دى

ځدراڼ: افغان حکومت له وزيرستاني کډوالو سره په مرسته کې ژمن دى

author avatar
8 Oct 2016 - 12:00
ځدراڼ: افغان حکومت له وزيرستاني کډوالو سره په مرسته کې ژمن دى
author avatar
8 Oct 2016 - 12:00

خوست ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٥): افغان حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې ګواکې شمالي وزيرستان ته د کډوالو په ستنېدو کې مرسته نه کوي او يا يې له کډوالو سره په چلند کې سخت دريځي غوره کړې ده.

تېره اوونۍ د ځينو خبري رسنيو په حواله پاکستاني چارواکو ويلي وو چې د وزير کډوالو د ستنېدو د لړۍ لومړنۍ چارې بشپړې شوې، خو د افغان حکومت د نه همکارۍ له امله تر اوسه دغه لړۍ نه ده پيل شوې.

دغه راز خبري رسنيو د شمالي وزيرستان د ځايي چارواکو په حواله ليکلي چې افغان حکومت په خوست ولايت کې له وزيرستاني قومي مشرانو څخه هغه پاڼې هم سوځولې دي چې هغوی ته يې د نوم ليکنې په خاطر ورکړې وې.

خو د افغان دولت په استازيتوب د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ يادې خبرې بې بسنټه تور وباله.

هغه د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان دولت ژمن دی چې له وزيرستاني کډوالو سره به خپلو مرستو ته ترهغې دوام ورکړي، څو چې خپلو سيمو ته ستانه شي.

نوموړي زياته کړه: ((افغان دولت ژمن دی چې کله هم وزيرستاني کډوال وغواړي، خپلو سيمو ته لاړ شي، موږ پوره مرسته ورسره کوو. که غواړي دلته پاتې شي زموږ غېږ د دوی پر وړاندې خلاصه ده او په ازادانه ډول دلته ژوند کولی شي.))

مبارز ځدراڼ همدارنګه د پاکستان حکومت هغه ادعا هم رد کړه چې ګني افغان دولت د شمالي وزيرستان له کډوالو سره په خپل چلند کې بدلون راوستی او يا يې له هغوی څخه د نوم ليکنې پاڼې سوځولې دي.

ځدراڼ زياته کړه: ((څنګه کېدلی چې د خوست هغو خلکو او حکومت چې په خپلو کورونو کې کډوالو ته ځای ورکړ او اوس بيا ورسره ناوړه چلند وکړي. دا کاملاً بې بنياده تورونه دي او موږ يې په کلکه ردوو.))

د وزيرستان کډوالو د ګلان پنډغالي اوسېدونکي اکرام الله پژواک اژانس ته وويل چې شمالي وزيرستان ته يې د ستنېدو لپاره نومونه ثبت کړي، خو وايي، کوم کډوال چې ستانه شوي، د پاکستان له حکومت څخه خوښ نه دي او لا هم ورسره زور زياتی کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.