تالقان(پژواک،١٨تله٩٥): د شمال ختيځ زون د لويې لارې د بندېدو او له کندوز څخه تخار ته د کډوالو په ورتګ سره په تخار کې د لومړنيو او ځينو نورو توکو بيې لوړې شوې دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې په کندوز کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې او د کندوز ګڼ شمېر اوسېدونکي تخار، بلخ او ځينو نورو ولايتونو ته کډه شوي دي.
د تخار په مرکز تالقانو کې د مدني ټولنې غړي سيد منيراحمد هدف د تلې په١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بغلان ولايت د جرې خشک په سيمه کې د شمال ختيځ زون لويه لاره تړل شوې چې له امله يې په دې ولايت کې د ګازو، تېلو، کريډيټ کارټونو او يو شمېر نورو توکو بيې لوړې شوې دي.
هدف وايي چې دمګړۍ د تخار شاوخوا لارې هم تړل شوې دي او يو شمېر کډوال چې له کندوز څخه راغلي، روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دى.
نوموړی وايي: ((په کندوز کې چې وضعيت خراب شي نو په تخار کې هم د لومړنيو توکو بيې لوړيږي، د پنځوس روپيو کارت اوس ۷۰ افغانۍ دى، يو کيلو ګاز ۸۰ افغانۍ، تېل او نور مواد هم په همدا شان دوه برابره لوړ شوي دي.))
په ورته وخت کې بيا د تخار والي محمد ياسين ضيا وايي چې که څه هم تخار کې د کډوالو له راتګ سره د لومړنيو توکو بيې لوړې شوې دي؛ خو په خبره يې چې دغه ستونزه به ډېر ژر هواره شي.
ضيا وايي چې دوی په منظم ډول کډوالو ته پخه ډوډۍ ورکوي، خو د خېمو او کمپلو په برخه کې ستونزې لري.
نوموړی وايي: ((د خوراکي توکو په برخه کې ستونزې نه لرو، د تخار او د يو شمېر نورو ولايتونو سوداګر او نور خلک په دې برخه کې مرستې کوي، زموږ لويه ستونزه د البسې نشتوالی دی، په بازار کې خېمې او کمپلې نه پيدا کېږي، سوداګر زړه نه ښه کوي چې مال راوړي.))
والي وايي چې د ولسمشرۍ له لوري کډوالو ته يوه اندازه مرستې په پام کې نيول شوې دي چې ډير ژر به ورکړل شي.
بل لورته د تالقانو په درېيو ښوونځيو کې د کډوالو مېشت کېدل، يو لړ اندېښنې يې راپارولي او د زده کړو مخه يې نيولې ده؛ خو د تخار والي وايي چې تر ۴۸ ساعتونو پورې به دغه ښوونځي بېرته د زده کونکو پر مخ خلاص او کډوالو ته به ځانګړی تمځای جوړ کړي.
په تخار کې يو شمېر کډوال په ناروغيو هم اخته شوي دي.
login or register a new account.