Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان ته پر راستنو شويو کډوالو ١٢ زره نومرې وېشل کېږي

مهترلام (پژواک، ١٨ تله ٩٥) : د لغمان چارواکي وايي چې په نږدې راتلوونکې کې به دوولس زره کډوالو ته د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پيل شي.

دغه څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعيمي د تلې په ١٨مه، په مهترلام ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال  وکړې.

هغه زياته کړې، دا چې په دې وروستيو څو مياشتو کې لغمان ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو لړۍ ډېره چټکه شوې ، نو  په دې اړه يې له پلان سره سم په بېلا بېلو برخو کې تياری نيولى دى.

نعيمي وويل، د ولايت د مرستيال په مشرۍ يې اړونده کمېسيون ته دنده سپارلې، څو په کره توګه د کډوالو د ځای پر ځای کولو او د هغوی ستونزو ته په سمه توګه د رسېدو په اړه چټک او کوټلي ګامونه واخلي.

د لغمان والي زياتوي چې د کډوالو ځای پر ځای کول او د هغوی په سمه توګه پالنه يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي او همدې برخې ته د ښې رسيدنې په خاطر يې د دوولس زرو بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره يې د يوه ښار ګوټي پلان او نقشه ترتيب او لاسليک کړې ده.

د نوموړي په وينا، په نږدې راتلونکي کې به يې له قانون او طرزالعمل سره سم په مستحقو کورنيو ووېشي.

هغه په ياده غونډه کې داهم وويل چې په دويم قدم کې د کډوالو د روغتيا او د څښاک د روغتيايي اوبو د رسولو مسله ورته  ډېره اړينه ده، چې د نوموړي په خبره په دې برخه کې يې نه يواځې دا چې د کډوالو رياست، بلکې په اړونده کمېسيون سربېره يې د اضطرار کمېټې او د نظامي ځواکونو رهبرۍ ته هم دنده سپارلې ده.

نعيمي وايي، سره له دې چې بېرته را ستانه شوي کډوال په يو ځای کې ځای پر ځای نه دي، چې په وخت سره ورته رسېدنه وشي، ولې بيا يې هم د اړونده ادارو او دغه راز د ملي اردو روغتيايي او د څښاک د اوبو رسولو ټيمونه بېلا بېلو سيمو ته د کډوالو  ستونزو ته د رسيده ګۍ په موخه استولي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو درېيو مياشتو کې لغمان ولايت ته ۲۰۰۱ کورنۍ بېرته راستنې شوي  چې د وګړو شمېره  يې ۱۰۹۲۱ تنه کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.