مزارشريف (پژواک،۲۱ تله ٩٥): چارواکي وایي، چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د عاشورا په مراسمو کې د چاودنې له امله ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ ولسوالۍ ولسوال امیرشاه د تلې په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درې نیمو بجو دعاشورا د مراسمو په وروستیو برخو کې چې خلک د وتلو په حال کې وو، شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په دې پيښه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ټپیان د مزار شریف روغتون ته لیږدول شوي دي.
دبلخ د والي ویاند منیر فرهاد پژواک اژانس ته وویل، چې په یاده پيښه کې د یو شمیر ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل دي.
په مزار شریف کې د ملکي روغتون سرچینې پژواک ته وویل، چې هغوی ته ۴ جسدونه او تر ۳۰ زیات ټپیان راوړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، ده، چې تیره شپه د کارته سخي په سیمه کې هم د عاشورا پر مراسمو ډله ییز برید شوی و، چې له امله یې ۱۶ تنه ووژ شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي وو.
وسله والو طالبانو د کابل په برید کې لاس لرل رد کړي ، بلخوا ځینو سرچینې ویلی، چې ددې برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
login or register a new account.