کابل (پژواک، ۲٢ تله ٩٥): په افغانستان کې سره له دې چې تېره مياشت د وړمې مياشتې په پرتله د امنيتي پېښو کچه ٢٥ سلنه او مرګ ژوبله ۳۵ سلنه کمه وه، خو بيا همنږدې ۲۰۰۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه شمېرې په تېرو دوو مياشتو کې د پژواک خبري اژانس د خپرو شويو راپورونو پر مټ برابرې شوې دي.
د روان ميلادي کال په تېره (سپټمبر) مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په دغه مياشت کې د افغانستان په ٢٧ ولايتونو کې ١٤٣ نښتې او بريدونه تر سره شوي دي.
د يادو بريدونو له هرو نږدې دوو ټپيانو او وژل شوو يو يې د ښکېلو غاړو په مخامخ جګړو کې، له نږدې هرو څلورو يو يې په هوايي بريدونو، له هرو نهو تنو يو يې په ځانمرګو بريدونو او پاتې نور په نورو بېلابېلو بريدونو کې وژل شوي او يا ټپيان دي.
د دغو بريدونو نيمايي په ننګرهار، فارياب، هلمند، کندهار، کابل او لوګر ولايتونو او پاتې په٢١ نورو ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک تېره مياشت له بلخ، دايکنډي، باميان، غور، پنجشېر، سمنګان او بادغيس ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.
د يادو بريدونو تر ټولو ډېر (٢١ بريدونه) په ننګرهار کې شوي او تر ټولو لږ (يو بريد) په نورستانولايت کې شوی دي.
د دغو بريدونو نږدې نيمايي يې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو (طالبانو او داعش) تر منځ مخامخ وسله والې نښتې دي.
له پاتې نورو بريدونو څخه٣٢ وسله وال، ١٨ هوايي، ١٣ پر سړک د ځاى پر ځاى شوو ماينونو د چاودنو، درې ځانمرګي او پاتې نور د مقناطيسي ماينونو، پر بايسکل، موټرسايکل او نورو ځايونو کې د چاودېدونکو توکو د چادونو له لارې ترسره شوي بريدونه دي.
مرګ ژوبله
راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې ټول ١٠٦٥کسان وژل شوي او ٧٢٧ نور ټپيان دي.
په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.
د دې مرګ ژوبلې نږدې څلورمه برخه په اروزګان ولايت کې ده او ورپسې تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله په غزني، ننګرهار او کابل ولايتونو کې اوښتې ده.
د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال زلمی وردګ، په دې اړه چې په ننګرهار کې بريدونه ډېر خو مرګ ژوبله يې لږ ده، وايي، لامل يې دا دی چې هلته ډېر پوځي عمليات د دولتي ځواکونو له خوا ترسره شوي او وسله والو مخالفينو ډېر مقاومت نه دی کړی .
هغه وايي:”معمولا په هغو عملياتو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې وسله وال مخالفين بريد وکړي، هغه هم په ډله ييز ډول، نو تر کومه چې موږ خبر يو د ننګرهار په ولايت کې د مخالفينو له لوري ډله ييز عمليات نه دي شوي.”
وردګ وايي په ارزګان کی ځکه په لږو بريدونو کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې چې ډېر عمليات او بريدونه د وسله والو مخالفينو له لوري شوي او که دولتي ځواکونو عمليات هم ترسره کړي نو مقابلې ته يې په ډله ييز ډول وسله وال مخالفين راوتلي دي.
جګړو ځپلي سوله غواړي
هغه کسان چې د کورنۍ غړي يې په جګړو کې وژل شوي او يا ټپيان دي، د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې نوره جګړه ودروي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د چشمې سيمې اوسېدونکى عبدالاحد چې د سپټمبر په ٢٩مه يې د تره زوى د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوى او دوه د تره زامن يې ټپيان دي، وايي چې په کندهار کې د دوى د کورنۍ په څېر د جګړو د قربانيانو ډېرې کورنۍ د وير پر ټغر ناستې دي.
دى د دولت له وسله والو مخالفينو غواړي چې سولې ته مخه کړي او که جګړه کوي نو پر سړک دې ماينونه نه خښوي.
هغه له دولت نه هم غواړي چې د سولې لار خپله کړي؛ځکه چې د ده په وينا، جګړې ستونزې زېږوي او حل کولى يې نه شي.
دی وايي،د تېرې مياشت د جګړو کموالي ته نه خوشالېږي؛ ځکه چې د پخوا وختونو تجربو ته په پام باور لري چې جګړې بېرته زور اخلي.
ذبيح الله چې ورور يې شاوخوا دوې اونۍ مخکې د بغلان په پلخمري ښار کې ټپي شوى هم ورته نظر لري او وايي:”ورور مي حکمت الله د دوولسم ټولګي زده کوونکي و، کور ته دراتګ پر مهال په جګړه کې ټپي شو، اوس هم په روغتون کې دى؛ متاسفانه چې پښه يې پرې شوه او نور به يې ژوند له کړاوونو ډک وي.له دواړو غاړو غوښتنه کوم چې نور جګړه ودروي او سوله وکړي.”
پوځي شنونکی جنرال زلمی وردګ هم د جګړو او وينې تويدنې د مخنيوي په موخه د دولت له وسله والو مخالفينو سره پر سوله ټينګار کوي او وايي چې کله د جګړو کموالى او کله يې ډېروالى په جګړه کې د ښکېلو غاړو له جګړه ييزو تاکتيکونو سره تړاو لري.
وردګ زياتوي:”کله د جګړې يو لوری او کله هم بل لوری خپل اکمالات کوي او يا هم پوځي پلانونه تنظيم اوجوړوي، نو ځکه جګړه کله شدت او کله کموالی مومي، خو له بدمرغه په افغانستان کې جګړه روانه ده او ډېرقربانيان يې عام ولس دى.”
د ده په وينا، د امنيت د ټينګښت لپاره اړينه ده چې حکومتي چارواکي خپلمنځي اختلافات لري کړي، اړين اصلاحات راولي او په بشپړ ډول قانون پلى کړي تر څو وکولى شي لږ تر لږه کومې لنډمهاله پوځي ستراتيژۍ چې شتون لري، پلې کړي.
هغه وايي، دا هم اړينه ده چې افغانستان اوږدمهاله پوځي ستراتيژي ولري.
وردګ وايي، په مخامخ جګړه کې افغان ځواکونه د تجهيزاتو او امکاناتو له پلوه ډېر پياوړي دي، زرهي موټر، پوځي الوتکې او چورلکې لري، خو دا چې ولې موثرې پايلې نه لري لامل يې د جګړې د لازم مديريت نشتوالی دی.
د سولې په اړه؛ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، چمتو دى چې له وسله والو طالبانو سره هم د حزب اسلامي په څېر خبرې وکړي تر څو جګړه ودرېږي او سوله ټينګه شي. خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ويلى.
حزب اسلامي چې تېر ١٥ کاله د افغانستان د دولت او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر وړاندې يې وسله واله مبارزه کوله، د تلې په ٨مه د افغانستان له دولت سره تر شاوخوا دوو کلونو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسليک شوه.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي چې حکومت په ټوليز ډول د اصلاحاتو راوستو، اداري فساد د مخنيوي او قانون د حاکميت لپاره ډېرې کړنې ترسره کړې دي.
هغه زياتوي:”موږ د هېواد په بېلابېلو برخو او يو شمېر ادارو کې د ځينو ستونزو شاهدان يو، خو په ټوليز ډول افغان حکومت ژمن دی چې د هرې ممکنې ستونزې مخه ونيسي.”
دى په سپټمبر کې د بريدونو د کموالي په اړه وايي:”موږ د هرې مياشتې لپاره پلان شوي عمليات لرو، زموږپه عملياتو کې کموالی نه دی راغلی او باالمقابل زموږ د دښمنانو ډېر بريدونه د غبرګولى،چنګاښ او زمرى په مياشتو کې وي، تردې مياشتو وروسته ورو، ورو د هغوی عمليات کم شوي او کمېږي.”
وزيري وايي چې ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ د هر اړخيز کار، عمل او پياوړتيا لپاره پنځه کلنه ستراتيژي جوړه کړې چې د ملي امنيت شورا له خوا هم تصويب شوې او د دغه وزارت کړنې له يادې ستراتيژۍ سره سمې پر مخ روانې دي.