Language

په  بلخ  کې  يو صراف تر تښتولو وروسته وژل شوى

مزارشريف(پژواک،٢٢تله٩٥): د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې انسان تښتوونکو په مزار شريف ښار کې يو صراف تر تښتولو وروسته وژلى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د تلې په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه اوونۍ وړاندې انسان تښتوونکو له مزار شريف ښار څخه يو صراف تښتولى و.

هغه وويل: (( دغه صراف حاجي فريد نومېده، ٣٥ کاله عمر يې درلود چې پرون ماښام يې موږ جسد په شاديانو دښته کې پيدا کړ.))

هغه وويل چې پوليسو درې ورځې وړاندې د وژل شوي صراف موټر هم په مزارشريف ښار کې موندلى و.

د وژل شوي کس د کورنۍ يوه غړي عبدالجبار پژواک ته وويل: (( يوه اوونۍ مخکې حاجي فريد اختطاف شوى و  چې پرون يې جسد پيدا شو.))

ده زياته کړه چې حاجي فريد له چا سره شخصي دښمنې نه لرله او کېداى شي دغه اختطاف د پېسو لپاره شوى وي.

خو نوموړي ونه ويل چې انسان تښتوونکو له دوى څخه د پيسو غوښتنه کړې وه او که نه.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر هم وويل چې انسان تښتوونکو له دوى څخه د پيسو غوښتنه نه وه کړې او کېداى شي دغه کار د شخصي دښمنۍ پر اساس شوى وي.

قادري وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي حالات ترينګلي شوي چې له امله يې د انسان تښتولو پېښې هم ډيرې شوې دي.

 

 

login or register a new account.