Language

“تېره شپه د لښکرګاه په کمربندي پوستو بریدونه نه دي شوي”

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ تله ۹۵): د هلمند چارواکي وايي، د نورو شپو په پرتله تېره شپه د لښکرګاه ښار په څنډو کې بريدونه او ډزې نه وې او لامل يې د امنيتي ځواکونو له خوا د کلکو تدابير نيول په ګوته کوي.

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال اقانور کينتوز، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لښکرګاه په څنډو کې د کمربندي سیمو مسووليتونه د پولیسو او نورو ټولو امنيتي ارګانونو ترمنځ وېشل شوي، چې له امله يې مخالفین له بریدونو څخه ناتوانه شوي دي.

ده زياته کړه، په ښار کې دننه ریزرف قطعات جوړ شوي، همغږي موجوده ده، بهرني ځواکونه هم د اړتیا پرمهال په هوايي عملیاتو کې د مرستې په ژمنه ولاړ دي، نو له دې امله نور تشویشونه کم دي.

دى وايي: "دا مهال امنيتي حالت نورمال دى، د مخالفینو تحرکات نشته، د قول اردو قومندان او نور مسوولین خپله د جګړو په کرښو کې موجود دي او د سرتېرو مورال غښتلی دی."

د هلمند جګړې د مهارولو اوپراتیفي مسوول عبدالجبار قهرمان هم تېره ورځ ویلي و، چې په یوه اونۍ کې به د لښکرګاه جګړه مهار او مخالفین به له ماتې سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند والي حیات الله حیات څلور ورځې وړاندې ویلي و، چې د لښکرګاه په څنډو کې به جګړه یوه میاشت دوام وکړي.

د لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې قوماندان سمونیار حاجي ګران هم پژواک ته وویل، چې له مخالفینو سره يې د "بیټوون" په سیمه کې کمربند دی، تحرکات او جګړه نشته او دوی پوره چمتووالی لري.

د ده په خبره، یواځې خال خال ډزې کېږي، خو پوستې ټینګې دي او اضافي ځواکونه يې هم تر شا شته.

خو د درېيمې حوزې اړوند د بولان د جګړې په اړه د دې حوزې امر څارمن عبدالواسع وايي، په سیمه کې يې جګړه شته او نن سهار يې په مرکزي برخو کې نښته شوې، خو برید کوونکي په شا تمبول شوي دي.

هغه زياته کړه، د بولان په څلور لارې کې سرحدي پولیس دي، خو اخوا يې په کورونو کې مخالفین پټ دي، د حوزې پر ودانۍ سربېره په سرحدي پولیسو ډزې کېږي.

ده وويل: "تردې مهاله مثبت بدلون نه دی رامنځته شوی، موږ تشویش لرو، نو بايد د لويو تغيیراتو لپاره مسوولین لاس په کار شي."

یوې بلې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وویل: "تېره شپه ډېره جګړه نه ده شوې، خو لامل يې د امنيتي ځواکونو پرمختګ نه دی، بلکې د جګړې کول او ځنډول د طالبانو په لاس کې دى، کېدای شي هغوی په خپلو پلانونو بوخت وي."

login or register a new account.