Language

د رېل کرښې جوړېدو له امله د بلخ عوايد ٣٥ سلنه زيات شوي

مزارشريف (پژواک، ۲٤ تله ۹۵): د بلخ ولايت د کمرګ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د رېل کرښې د جوړېدو له امله د کمرګ عوايد د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړ شوي دي.

د دغه ولايت د ګمرګ رييس عبدالرحمان راسخ د تلې په ۲۱مه، د بلخ ولايت مقام کې د عوايدو د څېړنې او په تړاو جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وويل چې په حيرتان بندر کې د رېل کرښې د جوړېدو په ګمرکي عوايدو باندې مثبت اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په وروستيو اووه مياشتو کې د بلخ د کمرګ عوايد ۷ ميليارده افغانيو ته رسېدلي دي.

هغه وايي چې تېر کال د همدې مودې عوايد يواځې ۴ ميليارده شوي وو.

راسخ وويل چې په حيرتان بندر کې د رېل کرښې جوړېدو او له چين هېواد څخه د رېل کرښې په رسېدو ډېری سوداګر د خپلو چارو چټکتيا ته تشويق کړي دي.

نوموړي زياته کړه، باوری دی چې د کال تر پايه پورې به د دوی عوايد څه باندې ۹ ميليارده افغانيو ته ورسېږي چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړوالی ښيي.

خو د بلخ ولايتي شورا غړي وايي چې د دغه ولايت په ګمرک کې د شته اداري فساد پروړاندې هم بايد حکومتي چارواکي فعال واوسي.

د ولايتي شورا غړي ذبيح الله کاکړ پژواک ته وويل چې د بلخ ګمرک يو له هغو ادارو څخه دى چې د فساد شتون په کې نه شي نفي کېدی.

نوموړي د عوايد د لوړېدو په برخه کې د ګمرک له مسوولينو مننه وکړه؛ خو په دغه اداره کې د شته فساد د مخنيوي جدي غوښتنه يې وکړه.

د بلخ مستوفي او سرپرست والي محمد اسحق سروري د بلخ د کمرګ د عوايد د لوړېدو عمده لاملونه ښه امنيت، له شمال څخه تر منځنۍ اسيا پورې ښه سوداګريزه لار او په حيرتان بندر کې له سوداګرو سره ښه چلند په ګوته کړ.

نوموړي زياته کړه ، دوی به هڅه  وکړی چې دغه لاس ته راوړنې خوندي وساتي.

هغه، چې په بروکسل کې له افغان حکومت سره د شويو مرستو په اړه يې خوښي وښوده، وويل چې بايد افغان حکومت دغه مرستې په سمه توګه وکاروي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.