Language

د فيروز نخچير د ملي امنيت مرستيال ووژل شو

سمنګان (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): د سمنګان چارواکي وايي چې د فيروز نخچير ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.

د فيروز نخچير ولسوال محمد همايون برلاس، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ماښام ٧ بجې د ولسوالۍ په مرکز زلزل اباد سيمه کې د ملي امنيت پر مرستيال محمد رسول وسله وال بريد شوى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې محمد رسول وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي دى.

د هغه په وينا، د پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي او پوښتنې - ګروېږنې ترې روانې دي.

login or register a new account.

Related Topics