Language

د پل علم پاڅون کوونکي: نور  د وسله والو طالبانو پرضد نه جنګيږو

پل علم (پژواک،٢٥تله۹۵): په لوګر کې پاڅون کوونکي وايي چې تر دې وروسته د وسله والو طالبانو پر وړاندې وسله واله مبارزه نه کوي، خو د سولې لپاره به پوره هلې ځلې وکړي.

د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د پاڅون کوونکو مشر سيدفرهاد هاشمي د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دوى په ګډون ټول افغانان نور له جګړو ستړي شوي دي.

هغه زياته کړه: (( ښه خبره دا ده چې ښکيلې خواوې نور له جګړې لاس واخلي او له يو بل سره سوله وکړي.))

اکبري وويل چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې يې ١٢٠ ملګري له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي، کونډې او يتيمان ترې پاتې دي، خو لا هم په هېواد کې د سولې درک نه لګيږي.

د هغه په وينا، په همدې موده کې دوى په دې هم توانېدلي چې تر دوه سوو ډير کلي له وسله والو طالبانو څخه پاک کړي.

ده زياته کړه: (( له کومې ورځې مې چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې وسله اخيستې د مور په ګډون مې د خپلې کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړي چې دې کار راته فکري ستړيا، ذهني مشکلات او نور تکليفونه پيدا کړل، خو اوس چې سوله اعلانوم نو بدن مې د ارامۍ احساس کوي.))

د اکبري په خبره، تر دې وروسته به ټولې هغه پيسې چې تراوسه يې پر وسله واله جګړه لګولې، د سولې د راوستو او ښوونځيو د جوړولو په برخو کې ولګوي.

هغه وايي چې تر اوسه يې يواځې په پل علم کې پنځو ښوونځيو ته د سلو زره افغانيو په لګښت   ميز او څوکي اخيستې دي.

ده وويل: (( نور جګړه بس ده، موږ بايد ټول يوځاى د سولې لپاره هلې ځلې پيل کړو.))

د نوموړي په خبره چې دوى په خپلو امکاناتو او وسلو سره تراوسه د وسله والو طالبانو پر وړاندې مقابله کوله . 

دغه راز په لوګر کې د پاڅون کوونکو يوه بل غړي سيدبلال پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې وسله اخيستې ده.

هغه وايي: (( موږ ټول ملګري لکه څنګه چې په وسله واله جګړه کی له خپل مشر سيد فرهاد اکبري سره څنګ په څنګ جنګېدو اوس هم د هغه له دريځ څخه ملاتړ کوو، ځکه چې په سوله کې د ټولو خير دى.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.