Language

په مزارشريف کې چاودنې پنځه روږدي کسان ټپيان کړي

مزارشريف (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې چاودنې له امله پنځه تنه روږدي ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني نن (د تلې ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې د مزارشريف ښار د روضې ختيځ ته د ميمنې مارکېټ تر څنګ د چسپکي ماين له امله شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودنه د پوليسو پر رينجر موټر شوې، موټر لږ زيانمن شوى، خو پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي چې په سيمه کې د سړک په منځ کې ناست وو.

د مزارشريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې ورته پنځه ټپيان ور وړل شوي چې ټول روږدي دي.

هغه د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

د نورمحمد په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې ګڼ شمېر روږدي کسان د سړک په منځ کې ناست وي.

دى وايي، کله چې د پوليسو رينجر يادې سيمې ته ورسېد، نو ناڅاپه پرې چاودنه وشوه چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.