Language

تخار کې ۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

تالقان (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د تخار په مرکز تالقانو او لسو ولسواليو کې ٢٦ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د تخار د کلیو د پراختیا رییس رازمحمد فیض د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې په مرکز تالقانو خواجه بهاءالدین، رستاق، دشت کلا، خواجه غار، شکمش، درقد، ینګي کلا، فرخار، بنګی او کلفګان ولسوالیو کې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې سړکونه، د برېښنا بندونه، پلونه، څاګانې، د اوبو رسونې شبکې، ودانۍ، استنادي دیوالونه او د اوبو کانالونه شامل دي.

فیض وايي چې په دې ټولو پروژو څه د پاسه ٧،٦ ميلونه ډالره لګول شوي چې د افغانستان، هندوستان او امريکا له لوري ورکول شوي دي.

نوموړی وايي: ((په دغو پروژو کې ۳۹ کیلومتره سړک، ۱۴۰ متره کیبلي پل، ۸۹ څاګانې، د اوبو رسولو شبکه، په تالقانو کې د ملي پیوستون ودانۍ او د برېښنا دوه واړه بندونه شامل دي چې د یو شمېر پروژو چارې له ۱۳۸۷ کال څخه پاتې وې چې اوس بشپړې شوې.))

دی وايي چې دغه پروژې په هغو سیمو کې پلې شوې دي چې دې ادارې له لوري ورته لومړیتوب ورکړل شوی وواو اوسېدونکو یې ورته سخته اړتیا لرله.

د تخار د کلیو پراختیا رییس وايي یادو پروژو د سیمې څه باندې ۱۵۸۲۰ کورنیو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د تالقانو د شوره تو سیمې اوسېدونکي نجم الدین پژواک ته وويل چې د کلیو د پراختیا ریاست له لوري ورته ۱۴۰ متره کیبلي پول جوړ شوی چې ګڼې ستونزې یې پرې هوارې شوې دي.

نوموړی وايي چې دوی به مخکې تر دې ساعتونه مزل کاوه، تالقانو ښار ته به ورتلل؛ خو اوس یې کلي ته په نږدې لارې موټر ورځي او ګڼې ترانسپورټي اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

دغه راز د تخار د کلیو د پراختیا رییس وويل چې د دغه پروګرام په لړ کې د ۳۸ نورو پروژو چارې لا هم دوام لري، په خبره یې دغه پروژې به د راتلونکي مالي کال له پای ته رسېدو مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان مالي کال د مرغومې د مياشتې په لومړې نېټه پيلېږي.

login or register a new account.