Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د ترافيکي  پېښې له امله د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د عزيز خان کڅ په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو  کرولا موټر له پلچک سره وجنګېد.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې مو‌ټر چلوونکى وژل شوى، يوه مېرمن او درې ماشومان ټپيان شوي دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

ځواک وويل چې ټپيان لومړى د عزيز خان کڅ کلينيک ته يووړل شول او تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وينا، ياده کورنۍ د بغلان ولايت اوسېدونکي ده، خو اوس په ننګرهار ولايت کې اوسېده او له کابل څخه جلال اباد ته روانه وه.

بلخوا د لغمان د والي وياند وايي چې د وسله والو مخالفينو يو مشهور قوماندان تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو په يو کمين کې وژل شوی دی.

سرحدي ځواک وويل چې دا پېښه تېره شپه اته نيمې بجې د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د شکرمان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

دى وايي چې وژل شوى قوماندان سليم نومېده څو کاله مخکې په بادپښ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د پوستې قوماندان و، خو له مخالفينو سره تر جوړ جاړي وروسته يې پوسته هغوى ته تسليم کړې وه.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.