کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سياسي دفتر (يوناما) وايي چې د "جنبش روشنايي" پر لاريون کوونکو مرګونى بريد چې له امله يې ملکي وګړي په عمدي توګه موخه ګرځول شوي؛ کېداى شي جنګي جنايت وبلل شي.
د روان کال د زمري مياشتې په دويمه نېټه، د روشنايي جنبش غړو په کابل کې د باميانو له لارې د ترکمنستان د برېښنا مزي د غځولو په موخه لاريون ترسره کړ چې د لاريون په ترڅ کې پرې بريد وشو، چې له امله يې شا وخوا ٨٥ ملکي وګړي ووژل شول او له ٤٠٠ زيات ټپيان شول.
د يوناما دفتر د بشر حقونو په يوه ځانګړي راپور کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې، د يادو لاريونونو د اندېښنې، پروګرام نيولو او چمتووالي او د ياد خوځښت په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو چلند او پر دوى د بريد بېړني غبرګون په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سياسي دفتر ويلي چې د "جنبش روشنايي" د زمري مياشتې د دويمې نېټې په پېښه کې ملکي وګړي په قصدي ډول موخه ګرځول شوي او ياده پېښه د ملکي وګړو تر منځ د ډار او وحشت لامل شوې ده.
د يوناما د بشر حقونو په راپور کې څرګنده شوې چې ياد بريد له نړيوالو بشردوستانه حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده، چې ممکن جنګي جنايت وبلل شي.
د ملګرو ملتونو سازمان سياسي دفتر څرګنده کړې چې ياد بريد له ٢٠٠٩ کال راهيسې د ملکي وګړي د مرګ ژوبلې په برخه کې چې په اړه يې يوناما مستند جوړ کړي، تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
يوناما زياته کړې چې ياد بريد د اندېښنې په څرګندولو سره د يوې ځانګړې ډلې او مذهب په وړاندې په عمدي توګه ترسره شوې او د لاريون کوونکو او په ځانګړي ډول د عقيدې او بيان پر ازادۍ او دا ډول سوله ييزو غونډو باندې ډېر اغېز ايستلى دى.
دا اندېښنه په داسې حال کې څرګنديږي چې په روانه مياشت کې په کابل او بلخ ولايتونو کې د عاشورا ورځې مراسم هم موخه وګرځول شول چې له امله يې شاوخوا ١٠٠ کسان ټپيان او ٣٥ نور ووژل شول.
د يوناما په وينا، د روښنايي جنبش پر لاريون کوونکو د بريد په څېر د داعش وسله والې ډلې د يادو دوه پېښو مسووليت هم پر غاړه اخيستى دى.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر، په ياد راپور کې د ټولو افغانانو د بشر اساسي حقونو په ځانګړي ډول مذهبي او قومي حقونو ته د درناوي په موخه وړانديزونه وړاندې کړي او له تاوتريخوالي څخه د مخنيوي د ستراتيژي عملي کولو طرحه وړاندې کړې ده.
يوناما په دې ټينګار کړى چې نړيوال بشر دوستانه قانون د ملکي وګړو او د دوى پر شتمنيو په ځانګړي ډول عبادت ځايونو باندې بريدونه منع کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP