Language

په ښرنه کې د اوبو يو سربند جوړېږي

ښرنه (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د کليو د پراختيا رياست له خوا د ١٣ ميليونو افغانيو په لګښت يو سربند جوړېږي.

د پکتيکا والي الياس وحدت په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، ياد سربند او ٣٠٠ متره وياله د مرکز ښرنې د پلتو په سيمه کې د کليو د پراختيا رياست د ملي پيوستون د پروګرام له لارې رغول کېږي، چې چارې به يې په نږدې دوو مياشتو کې بشپړې شي.

ده زياته کړه، پکتيکا زياتې ځمکې لري، خلک يې په کرکيله بوخت دي، خو د ځمکو خړوبولو لپاره اوبه نه لري او که يې لري هم، بې ګټې روانې وي، نو په همدې خاطر په دې ولايت کې  زياتو سربندونو جوړولو ته اړتيا ده.

د ښرنې اړوند د پطني سيمې يوه اوسېدونکي قومي مشر حاجي جمال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سربند په جوړېدو سره به زياتې اوبه د دوى ځمکو ته برابرې شي او د مرکز ښرنې د مينځو د سيمې ٨٠زره جريبه ځمکه به خړوبه شي او په دې سره به کروندګر ښه حاصلات ترلاسه کړي.

login or register a new account.