Language

ځانګړو ځواکونو دوه زده کوونکي ټپيان کړي

ګردېز (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): د پکتيا د زرمت قومي مشران وايي، په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځانګړو ځوکونو يوه افسر د يوه ښوونځي پر زده کوونکو ډزې کړې او دوه تنه يې ټپيان کړي دي.

د  زرمت قومي مشر حاجي رضاخان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ د ولسوالۍ د باتور لېسې له زده کوونکو سره د ملي اردو ځانګړو ځواکونو ناوړه چلند کړی دى.

ده زياته کړه: "د ملي اردو څو سرتېري لېسې ته ننوتلي، له څو تنو زده کوونکو يې جامې وېستلي او بيا يې پرې ډزې کړې دي، چې په ترڅ کې يې دوه زده کوونکي ژوبل شوي دي."

د هغه په وينا، تراوسه هېڅ نه ده معلومه چې د ملي اردو دغو سرتېرو دغه کار ولې کړى دى، خو د زرمت قومي مشران د داسې کسانو محاکمه کول غواړي.

دغه قومي مشر وايي، تر هغو به يې په ټول زرمت کې د پوهنې بهير تړلى وي، ترڅو چې یاد افسر په خپله سزا نه وي رسېدلی.

د پکتيا د ولايت مقام ياده پېښه غير قانوني بولي او له قومي مشرانو سره ژمنه کوي، چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو ياد افسر سره به قانوني چلند وکړي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وویل، چې په امنیتي ناسته کې یې ټولو ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو افسر سید عارف د قانون منګولو ته وسپاري.

د يادې ولسوالۍ يوه محصل محمد رحيم رحيمي پژواک ته وويل، چې زرمت ولسوالۍ ته په تعليمي لحاظ کم کار شوی دی او که چېرې دا ډول ناوړه پيښې په کې وشي، نو د زده کړې په بهير به منفي اغېزې وکړي.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونه د خلکو د ساتنې مسووليت لري، نه دا چې زده کوونکو سره غير قانوني کړنې ترسره کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د تندر قول اردو د مسوولينو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

login or register a new account.