ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست له روغتون سره د درملو او طبي وسايلو مرسته وشوه

د خوست له روغتون سره د درملو او طبي وسايلو مرسته وشوه

author avatar
19 Oct 2016 - 16:23
د خوست له روغتون سره د درملو او طبي وسايلو مرسته وشوه
author avatar
19 Oct 2016 - 16:23

خوست ښار (پژواک، ٢٨ تله ٩٥): د خوست له ملکي روغتون سره په زياته اندازه د درملو او  طبي وسايلو مرسته وشوه.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نږدې لسو ميليونو افغانيو په ارزښت درملو او د طبي وسايلو دغه مرسته په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونود دفتر له خوا د روغتون د تروما يا د بېړنۍ خونې له څانګې سره وشوه.

ډاکټر محمدي منګل زياته کړه چې د ملګرو ملتونو نوموړی دفتر به له يادې مرستې سربېره تر راتلونکي يو کال پورې د تروما د څانګې د ډاکټرانو او نورو کارکونکو معاشونو ترڅنګ نور اړين امکانات برابروي.

هغه زياتوي: ((په دې سره به د ټپيانو يا د تروما د ناروغانو هغه ستونزې چې د درملو او نورو برخو کې يې لرلې حل شي او د دې ترڅنګ موږ غواړو  چې په پخواني ملکي روغتون کې د تروما يو بله څانګه هم فعاله کړو.))

د خوست د تڼيو ولسوالی اوسېدونکي بهرام چې ملکي روغتون ته يې ناروغ راوړی و، پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې دا مهال د روغتون د بېړنۍ خونې څانګې خدمات ډېر کمزوري دي، خو هيله لري  چې له دې وروسته به پياوړې شي.

دى وايي: ((ځينې وختونه عاجل واټ ته زيات ناروغان راوړل کيږي، خو د طبي وسايلو د نه شتون له امله په خوست ښار کې نورو روغتونو ته وړل کيږي.))

د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګوني هم پژواک اژانس ته وويل  چې له يادې طبي مرستې سره به د خوست ملکي روغتون د بېړنۍ خونې څانګې خدمات پراخ او پروخت سره به ناورغانو ته رسيده ګي وشي.

هغه زياتوي: ((انشاالله موږ د ښو روغتيايي خدماتو په هيله يو، چې وکولی شو د وخت په تېرېدو سره ورځ تر بلې خپل ظرفيتونه، خپل امکانات  منظم او کنټرول کړو او د اړتيا په وخت ورته د حل لار ولټوو.))

له دې سره سره د خوست ډيری اوسېدونکي شکايت لري  چې د ملکي روغتون خدمات په معيار برابر نه دي او غوښتنه کوي چې د خلکو اړتيا ته په کتو سره بايد روغتيايي خدمات وړاندې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.