Language

له ګمرګي محصوله  تښتېدلي لسګونه موټر  ونيول شول

پل علم(پژواک،٢٨تله٩٥): په لوګر کې د ملي امنيت ځواکونو لسګونه هغه موټر نيولي چې له ګمرګي محصول پرته يې غوښتل کابل ته لاړ شي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په ٢٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د لوګر په دروازه کې تېره شپه ١٥٠ هغه بار وړونکي موټر درولي چې له ګمرګي محصول څخه تښتېدلي و.

د صالح په وينا، دغه موټر  له پاکستان څخه خوست ولايت، پکتيا او بيا لوګر ته راغلي دي.

ده زياته کړه:(( په دې موټرو کې ځينو د ګمرک جعلي اسناد جوړ کړي، خو ځينې نور يې بيا بيخي اسناد نه لري، موږ يې اسناد  مرکز  ته د چک لپاره لېږلي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې موټرو کې وريجي، غوړي، اوړه او نور خوراکي توکي بار دي.

صالح وايي، هغه مهال به دې موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شي چې خپله ګمرګي ستونزه هواره کړي.

د لوګر د ولايت مقام مخې ته د ګل حبيب په نوم يو تن پژواک ته وويل: (( په دې موټرو کې زما هم درې موټر  دي، زما موټر  يې هسې درولي دي ما ګمرګي محصول ورکړى دى.))

خو د والي وياند وايي چې دې کسانو د موټرو له درولو وروسته ګمرګي محصول ورکړى او اوس يې اسناد  جوړ کړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په بره کي برک ولسوالۍ کې هم امنيتي ځواکونو  هغه اووه باروړونکي موټر  نيولي و چې ګمرکي  محصول يې نه و  ورکړى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.