Language

کونړ کې د فساد د مخنيوي په موخه د څارځانګړې کمېټه جوړېږي

اسعد اباد (پژواک، ٢٨ تله ٩٥): په کونړ ولايت کې د فساد د مخنيوي په موخه له دولتي او ولسي خلکو څخه  يوه ځانګړې کمېټه جوړېږي.

دغه څرګندونې د کونړ والي وحيدالله کليمزي د تلې په ٢٨مه، په دغه ولايت کې د يوناما په تخنيکي همکارۍ جوړ شوي د فساد پر وړاندې د مبارزې په يوه ورځني ورکشاپ کې وکړې.

والي زياته کړه، ډېر ژر به ددغې ځانګړې کمېټې په جوړولو سره په دې ولايت کې د فساد کچه صفر ته راښکته کړي او د قانون د پلي کېدوترڅنګ به د عدالت تامين ته هم لاره هواره کړي.

د نوموړي په وينا، که څه هم ددې ولايت په ادارو کې د فساد کومې ښکاره بېلګې نه ليدل کېږي،  خو په خبره يې چې لا هم به ددغې ناوړې پدېدې د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

کليمزي وويل چې د څار په ياده ځانګړې کمېټه کې به  د عدلي او قضايي ارګانونو د استازو ترڅنګ  قومي  مشران ، ديني عالمان او د مدني ټولنې استازي هم ګډون ولري.

دى وايي  چې ياده کمېټه  به په دې ولايت کې د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو کړنې وڅاري او د فساد د بېلګو د موندلو لپاره به يې هڅې وکړي.

د کونړ والي وويل چې ولسمشر اشرف غني د بروکسل په نړيوال کنفرانس کی خپلو نړيوالو ملګروته ډاډ ورکړى  چې حکومت به له فساد سره جدي مبارزه کوي.

په ياده غونډه کې ددې ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو له استازو سربېره ديني عالمانو، قومي  مشرانو او د مدني ټولنو استازو له فساده سره د مبارزې په برخه کې خپله کلکه اراده او عزم څرګنده کړ او له جوړېدونکې کمېټې سره يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يوناما استازي محمد ګل صديقي وويل چې افغان حکومت له خپلو نړيوالو ملګرو سره د مرستو په بدل کې ژمنه کړې چې له فساد سره به جدي مبارزه کوي.

د هغه په وينا، له فساد سره مبارزه يواځې د حکومت دنده نه ده، بلکې د ټولنې د ټولو برخو غړي بايد په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

login or register a new account.

Related Topics