ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ملي پيوستون پروکرام بشپړېدو سره ۲۸۹۲ پروژې پلې شوې دي

خوست کې د ملي پيوستون پروکرام بشپړېدو سره ۲۸۹۲ پروژې پلې شوې دي

author avatar
20 Oct 2016 - 17:14
خوست کې د ملي پيوستون پروکرام بشپړېدو سره ۲۸۹۲ پروژې پلې شوې دي
author avatar
20 Oct 2016 - 17:14

خوست (پژواک، ٢٩تله ٩٥) : د خوست والي وايي چې په دې ولايت کې د ملي پيوستون پروګرام په چوکاټ کې د ۵۴ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د بيارغونې مختلفې پروژې بشپړې شوې دي.

والي حکم خان حبيبي په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د ملي پيوستون ديارلس کلن پروکرام په بشپړېدو سره په دې ولايت کې ۲۸۹۲ مختلفې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

نوموړي وويل، چې يادې شوې پروژې د خوست مرکز په ګډون د خوست په ټولو دوولسو ولسواليو کې پلې شوې او له کبله يې ۲۳۶ زره کورنيو ته مستقيما ګټه رسيدلې ده.

هغه زياته کړه: ((د ملي پيوستون يادې پروژې په مختلفو سکتورونو کې پلې شوې دي، چې د هغې له جملې نه تعليم او تربيه، ابياري، زراعت، ترانسپورټ او د څښلو پاکو اوبو تنظيمول يادولی شو.))

د خوست د ملي پيوستون پروګرام مسوول اسدالله سليمي يادې شوې غونډې ته وويل چې دا مهال د ملي پيوستون پای ته رسېدلی او پرځای يې د ولسي تړون په نوم نوی پروګرام پيل شي.

نوموړي دغه راز وويل، هغه پروژې چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې پلې شوې دي، د خلکو په ژوند کې يې ډېر مثبت بدلون راوستلي.

هغه وويل: ((په لرې پرتو سيمو کې ملي پيوستون پروګرام خلکو ته د ژوند يوه مهمه چې هغه اوبه دي، برابرې کړې. مخکې له دې خلکو د ډنډونو اوبه څښلې او ډول ډول ناروغی به خلکو ته انتقاليدې،  خو اوس په هر کلي کې د اوبو څاه ګان موجود دي.))

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا يو تن غړي قمرعلي لکڼوال وويل، د ملي پيوستون پروګرام په چوکاټ کې د بيارغونې د پلې شويو پروژو څخه سړی دې پايلې ته رسيږي، چې په دې ولايت کې ښه مديريت موجود دی.

نوموړی زياتوي: ((کله چې يوه تېږه په بلې باندې کېښودل کيږي، دا هم موثريت لري او بيا داسې يوه پروژه چې په ميليونو ډالر ارزښت لري، نو ولسونه ددې احساس کوي، چې موږ ښه حکومت لرو.))

بل پلو د خوست اوسيدونکي هم وايي، چې د ملي پيوستون پروګرام له لوري ترسره شوې پروژې د نورو هغو په پرتله ګټورې تمامې شوې دي.

د صبريو ولسوالی يو تن اوسيدونکي کرامت الله پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د ملي پيوستون پروګرام له لوري د شويو کارونو له امله د يادې ولسوالی اوسيدونکو ډېرې ستونزې حل شوې دي.

((موږ د ملي پيوستون کارونو څخه خوښ يو، په ځاځي ميدان ولسوالی کې ۸۴ کلي تر پوښښ لاندې راغلي او د خلکو اوليه ضرورتونه چې صحي اوبه دي، څاه ګانې دي، سولر دي او همدا ډول نور بنسټيز کارونه دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.