Language

چارواکي: هلمند کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي

لشکرگاه (پژواک ، ٣٠تله ٩٥): د هلمند ولايت چارواکي وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د «قهرمیوند» عملیاتو په دویمه ورځ د دوه طالب قوماندانانو په ګډون ۳۸ وسلوال وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دولت وسله والو مخالفینو ته یاد تلفات په بیلا بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو او نښتو په ترڅ  کې اوښتي دي.

د خبرپاڼې په وينا، امنيتي او دفاعي ځواکونو تیره شپه د بولان په مربوطاتو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې دوه ويشت تنه وسله وال وژلي او اوه تنه نور یې ټپیان کړي دي چې په وژل شويو وسله والو کې طالب قوماندان «ملا مجاهد» هم شامل دى، چې له خپلو نهو تنو وسله والو سره له منځه تللى دى.

په همدې حال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه کمین په ترڅ کې اتلسو مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينه وايي چې دښمن پلان درلود، چې « سورګودر» سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې له وړاندې ورته ځانګړو ځواکونو کمین نیولی وو او په ترڅ کې یې ۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان شوي دي.

دغه راز په «بشران» سیمه کې امنیتي ځواکونو سره نښته کې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، چې د « خالد» په نوم طالب قوماندان هم په کې شامل دی.

دغه راز د ۲۱۵ مېوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې ددغو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو لس دوربينونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 احمدزي زياته کړه، چې همدا تېره شپه ۲۰۰ تازه دمي ځواکونه له شوراب پوځي اډې څخه راغلي او د لښکرګاه په امنيتي کمربندونو کې ځای پر ځای شوي دي .

د ۵۰۵ بُست زون قوماندان جنرال محمد حکيم انګار ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به د لښکرګاه او شاوخوا سيمو امنيتي ساحه پراخه شي او د يادو عملياتو لړۍ به تر يو شمېر هغو ولسواليو هم ورسېږي، چې د وسله والو تر ګواښ لاندې دي .

انګار زياته کړه چې افغان ځواکونه په پوره توګه مجهز دي او د اړتيا په صورت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک هم ورسره مرسته کوي .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.