Language

زرمت کې د اعتراض په ډول تړل شوي ټول ښوونځي بېرته پرانېستل شول

ګردېز(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه٩٥):د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې ټول هغه ښوونځي چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د اعتراض په ډول تړل شوي وو بېرته د زده کونکو پر مخ پرانېستل شول.

درې ورځې وړاندې په زرمت ولسوالۍ کې د باتور لېسې  يو زده کوونکی د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو يوه سرتېري بربنډ کړ او بيا يې ورباندې د ټوپک ډزې وکړې چې په پايله کې يې دوه ماشومان هم ټپيان شول.

دې پېښې د سيمې د اوسېدونکو او مدني ټولنو غبرګونونه راپارول او د اعتراض په ډول يې د ولسوالۍ ټول ښوونځي وتړل.

خو د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ د ولسمشر په حکم يو پلاوى ددې پېښې د څېړنې په موخه زرمت ته ورغلى و .

نوموړی وايي چې پلاوي له زيانمنو شويو کورنيو سره خبرې وکړې او هغوی ته يې قناعت ورکړ چې هغه کس ته به سزا ورکوي چې دغه عمل يې ترسره کړی دی.

ده وويل چې اوسمهال په زرمت ولسوالۍ کې ټول تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوي دي.

حکيم وايي، په راتلونکي کې هم د دوی غوښتنه دا ده هغه څوک چې له زده کونکي سره کومه ستونزه لري د پوهنې رياست له سيمه ييزو ادارو سره دې شريکې کړې ترڅو د حل يوه لاره ورته پيدا کړي.

د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشرحاجي محمد ظاهر اورياخېل وايي چې  دغه ډول پېښې د زده کوونکو په زدکړه باندې بد اثر کوي او د زده کړې بهير ورسره ټکنی کيږي .

نوموړی وايي، تر اوسه هيڅ معلومه نه ده چې د ملي اردو سرتېرو دغه کار ولې کړی خو د زرمت قومي مشران د داسې کسانو محکمه کول غواړي.

اورياخېل وايي چې زرمت يوه نا امنه ولسوالۍ ده که چېرې امنيتي ځواکونه په کې دا ډول ناوړه کړنې ترسره کوي، نو د ولس او دولت تر منځ به فاصله نوره هم زياته شي.

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې ياد شوي سرتېري يې نيولي دي او قانوني سزا به ورکړل شي.

زرمت د پکتيا هغه ولسوالۍ ده چې په تېرو څو کلونو کې د نا امنۍ له امله د پوهنې په برخه کې ورته ډير کار نه دی شوی.

login or register a new account.