Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې چاودنې اته تنه ټپيان کړل

مهترلام (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٥):د لغمان ولايت د ولايتي شورا يو وکيل له چاودنې روغ وتلى، خو په دې پېښه کې اته کسان ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مقناطيسي ماين دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولس نيمو بجو په مهترلام ښار کې د ولايتي شورا د غړي حاجي عبدالعزيز پر موټر شوې ده.

د والي وياند وويل چې ټپيان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د حبيب الرحمن په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ولايتي شورا د ياد وکيل پر ډاټسن ډوله موټر شوې ده.

هغه زياتوي، چاودنه د ښار په منځ کې شوې چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ياده چاودنه غندلي او ټولو کشفي او امنيتي ارګانونو ته يې جدي لارښوونه کړې څو دغه قضيه په دقيقه توګه وڅېړي.

ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.