ښرنه(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٥):په پکتيکا کې يو شمېر بې ځايه او راستنې شوې کورنۍ وايي چې د ژمي له را رسېدو مخکې بايد مرستې ورسره وشي، خو چارواکي بيا وايي چې تر اوسه يې له دوو زرو کورنيو سره مرستې کړې دي.
په دې وروستيو کې پکتيکا ته له ګاونډي هېواد پاکستان څخه زرګونه کورنۍ را کډه شوې دي او يو شمېر نورې کورنۍ د نا امنيو له امله بې ځايه شوې دي.
په پکتيکا کې د بې ځايه شويو کسانو له ډلې څخه د لړم په لومړې نېټه د اومنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي بخت سپينوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اومنۍ کې د امنيتي ستونزو له امله لسګونه کورنۍ ارګون، خيرکوټ او سروبي ولسواليو ته کډه شوې دي.
ده ټينګار وکړ چې دغه کورنۍ له ګڼو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي، د ژمي له رسېدو وړاندې بايد د خوراکي او نورو توکو مرستې ورسره وشي.
دغه راز د اومنۍ ولسوالۍ بل اوسېدونکي امين الله پژواک ته وويل: (( خلک نه د خوراک لپاره څه لري او نه هم د اغوستو لپاره، نو که له موږ سره ونه شي، ډير کسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.))
دغه راز د پاکستان له شمالي وزيرستان څخه راستانه شوي کسان هم ورته شکايت لري.
د دې کسانو له ډلې څخه سلطان مير وزير پژواک ته وويل: (( له يوې خوا هوا په سړېدو ده، له بله پلوه کورونه نه لرو په خېمه کې ژوند کوو که حالت همداسې دوام وکړي نه پوهيږم چې څه به وشي.))
هغه له چارواکو غوښتنه وکړه چې دې ستونزي ته لازمه پاملرنه وکړي او په وخت ورسره مرستې وکړي.
خو د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي بيا وايي چې تر اوسه يې له زرګونو کورنيو سره مرستې کړې دي.
د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې رييس عبدالهادي ارغنديوال پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې له ١٤ سوه کورنيو سره د غير خوراکي او شپږ سوه کورنيو سره يې د خوراکي توکو مرستې کړې دي.
هغه وايي چې په دې مرستو کې خېمې، د اشپز خانې توکي، ګرمې جامې، وړه، تور او شين چاى، غوړي او ځينې نور توکي شامل وو.
ده وويل: (( دغه مرستې موږ له همدې بې ځايه شويو او راستنوشويو کورنيو سره کړې دي او دغه سلسله به روانه وي.))
login or register a new account.