Language

په کندهار کې ترافيکي پېښې ٩ تنه ټپيان کړل

کندهار (پژواک ٣ لړم ٩٥): له کندهار ښار څخه سپين بولدک ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره د دوو موټرونو د ټکر له امله ٩ تنه ټپيان شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه پېښه نن مازيګر ناوخته د يادې شوې لارې له ترنک پُل سره شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه واړه موټرونه چې ملکي وګړي په کې سپاره وو، د تېز تګ له امله له يو بل سره ټکر شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې درې مېرمنې، ٥ نارينه او يوه ماشومه ټپيان شوي چې د درملنې لپاره د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ميرويس روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک اژانس ته وويل چې د ټپيانو درملنه پيل شوې او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د کندهار- سپين بولدک پر لار وخت په وخت ورته ترافيکي پېښې کېږي، چې لامل يې د سړک کم سور او د چلوونکو ب احتياطي ښودل کېږي.

login or register a new account.