Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ارګ: پر حکومتي چارواکو د جنرال دوستم تورونو او شکايتونو ته دې لاسرسى وشي

 کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٥): جمهوري رياست د جنرال دوستم له لوري د حکومت په لوړپوړو چارواکو په ځانګړې توګه پر ولسمشر د تورونو لګول د تمې خلاف بللي او ويلي يې دي چې دا او د جګړييزو جرايمو په اړه د  ولسي خلکو وروستي شکايتونه به وڅېړي.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته  په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تمه نه کېده د حکومت  ياد لوړ پوړى چارواکى په اوسنيو شرايطو کې داسې څرګندونې وکړي.

د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تېره ورځ، ولسمشر او د حکومت اجرايي مشر په قوم پالنه تورن کړل او ويلي يې و، دواړه چارواکي په ناسم سياست او ناکاره خلکو ته د چارو په سپارلو  سره هېواد د ويجاړۍ  پر لور بيايي.

دوستم چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له طالبانو څخه د شمالي ولايتونو پاکولو لپاره فارياب ولايت ته تللى و، ددې ولايت غورماچ ولسوالۍ کې د جګړې ډګر پرېښود او د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته تللى دى.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا څرګندونې په داسې حالت کې کېږي چې د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو او نقطو کې له تروریستي ډلو سره په مبارزه بوخت دي.

سرچينه وايي چې همدارنګه په دې موده کې د بین المللي همکارانو په منځ کې د افغانستان د جایګاه د اعتماد د جلب او بروکسل کنفرانس کې د هېواد د ودې او بیا رغاونې لپاره د زیاتو منابعو د تامین لپاره د جمهور رئیس کوښښونه ثمر ته رسېدلي.

خبرپاڼه زياتوي  چې د دې ټولو باوجود د هېواد په ټولو تصمیم نیونکو جوړښتونو لکه ”کابینه او امنیت شورا“ کې د کلیدي غړي په توګه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څرګندونې په اوسنیو شرایطو کې د هغه د شان او جایګاه خلاف دي.

د خبرپاڼې په وينا، د هېواد د ځوانې ولسواکۍ او اساسي قانون  په رڼا کې د متقابل درک او د هېواد په لویو او تصمیم نیونکو بنسټونو کې په هره کچه د هر ډول بحث کولو لپاره، ظرفیت وجود لري.

سرچينه وايي ، ښه به وي چې د هېواد په لویو تصمیم نیونکو مراجعو کې متفاوت لیدلوري او لارې وړاندې او له هر اړخیز نقد او ارزونې وروسته د چارو د اجرا او ښه والي تصمیم ونیول شي.

  خبرپاڼه کې راغلي چې په مجازي فضا او د تصمیم نیولو مراجعو دایرې څخه دباندې دغه ډول بحثونه له یوه لوري د بنسټیزو اصلاحاتو مانع ګرځي او له بل لوري د هېواد دښمنانو ته د ناوړه ګټه اخیستنې فرصت برابروي.

ارګ وايي چې د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې او د ښې حکومتوالۍ د اصولو مطابق د حکومت د ټولو غړو او خصوصاً د جمهوري ریاست د مرستیالانو صلاحیتونه او دندې تشخیص او تنظیم شوې دي. د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د ملکي مقام په توګه له ټولو قانوني او ورسپارل شویو صلاحیتونو څخه استفاده کوي.

د سرچينې په خبره چې هغه په ضمن کې د هېواد په ځینو بنسټونو جدي تورونه لګولي چې دا تورونه د هېواد د عدلي او قضایي بنسټونو له لوري هر اړخیزې ارزونې او څېړنو ته اړتیا لري، تر څو د هغو صحت او عدم صحت تثبیت او د هېواد د قوانینو مطابق ورسره چلند وشي. حکومت همدارنګه ځان مکلف ګڼي زموږ د هغو هېوادوالو شکایتونو ته رسیدګي وکړي چې طالبانو او په وروستیو جنګونو کې ټولو ښکېلو ځواکونو ورسره  بدچلند کړی او په جرایمو مرتکب شوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.