Language

په ګردېز کې وطني تولیدات نندارې ته وړاندې شول

ګردېز (پژواک، ٤ لړم ٩٥): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د وطني توليداتو دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو.

دغه نندارتون چې د کرنې په رياست کې جوړ شوی، د دغه ولايت سوداګرو په کې خپل بېلابېل توليد شوي توکي نندارې ته وړاندې کړي وو.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس ډاکتر نصير عالم يار وویل چې په دغه نندارتون کې په پنځوسو غرفو کې کرنيز، ساختماني او نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

نوموړي وويل، د دغه نندارتون موخه دا ده چې سوداګر وکولای شي خپلو توکو ته بازار پيدا کړي او خلک هم د خپل ولايت توليدات وپېژني او په ارزانه بيه يې واخلي.

د دغه ولايت سوداګر د دغه ډول نندارتونونو جوړول ښه بولي.

يوه سوداګر حاجي بادام پژواک ته وويل: ((موږ غواړو چې په نړيوالو مارکېټونو کې د خپل ولايت حاصلات وپلورو چې په دې برخه کې له موږ سره چا تر اوسه پورې مرسته نه ده کړې.))

نوموړی وايي، په پکتيا کې مڼې ښه حاصلات ورکوي او همدارنګه چارمغز او جلغوزي يې هم مشهورې دي خو په کمه بيه د سوداګرو له لاسه وځي.

د پکتيا د سوداګرۍ رييس نقيب الله سرحدي وايي چې د سوداګرو لپاره يې د بازار موندنې هڅې روانې کړې دي.

نوموړی وايي، لويه ستونزه دا ده چې د دغه ولايت سوداګر په نړيوالو مارکېټونو کې د سوداګرۍ سرټيفيکيټ نه لري.

دی وايي، دوی هڅه کوي چې دغه ستونزه له نورو ادارو سره حل کړي چې وروسته به دوی وکولای شي چې په نړيوالو مارکيټونو کې خپل حاصلات وپلوري.

د يادولو ده، په پکتيا کې وخت پر وخت دا ډول نندارتونونه جوړ شوي خو سوداګر وايي چې له دوی سره بايد د کاروبار په پراختيا کې عملي مرسته وشي.

login or register a new account.