ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د تخار په دولتي ادارو کې دې قومي انډول رامنځته شي

خلک: د تخار په دولتي ادارو کې دې قومي انډول رامنځته شي

author avatar
26 Oct 2016 - 11:27
خلک: د تخار په دولتي ادارو کې دې قومي انډول رامنځته شي
author avatar
26 Oct 2016 - 11:27

تالقان (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د تخار یو شمېر اوسېدونکي او ځينو چارواکو ګواښ وکړ که چېرې د دولتي ادارې په ګومارونو کې د قومونو تر منځ توپير له منځه ولاړ نه شي نو لاريونونه به وکړي.

يادې څرګندونې د لړم په پنځمه د يوې غونډې په ترڅ کې وشوې.

په دې غونډه کې د مدني ټولنې غړي قدرت الله پاچا وويل چې په تخار کې قدرت یو قوم ته سپارل شوی او نور قومونه له پامه غورځول شوي دي.

نوموړی وايي چې واکمن قوم ټولې دولتي ادارې په خپل واک کې نیولې دي او نورو قومونو ته په کې د کار حق نه ورکول کېږي.

دوی وايي که مرکزی حکومت په دغه ولایت کې د دندو په وېش کې له سره کتنه ونه کړي، دوی اړ دي چې په لویو لاریونو لاس پورې کړي.

دی وايي: ((پښتانه د تخار ۲۰ سلنه وګړي جوړوي، خو په دولتي ادارو کې ورته برخه نه ورکول کېږي، په لویو تصمیمونو کې دوی له پامه غورځول کېږي، د بېلګې په ډول په ولایت مقام، امنیت، قوماندانۍ او نورو ادارو کې یو پښتون هم نشته، دا خپله توپيري چلند دی چې له پښتنو سره کېږي.))

پاچا وايي چې حکومتي مشران باید په دغه ولایت کې داسې کسان په لوړو پسټونو وګوماري چې یواځې تاجک قوم ته کار ونه کړي او ټولو قومونو ته په یوه سترګه وګوري.

دغه راز د ولایتي شورا مرستیال مولوي محمد حسین حنیف وويل چې په دغه ولايت کې نور د يو قوم واکمني د منلو او حوصلې وړ نه ده.

دی وايي چې مرکزي او سیمه ییز حکومت باید په دې برخه کې له سره کتنه وکړي او هغه کسان چې له قومونو سره توپیري چلند کوي باید له دندې ګوښه او محاکمه يې کړي.

حنیف وايي: ((د تخار ۵۰ سلنه وګړي ازبکان دي خو ورته په دولتي ادارو ۲۰ سلنه ونډه هم نه ده ورکړل شوې په مهمو دولتي پوسټونو کې یو قوم دى چې ټول خپل کسان پر دندو ګوماري.))

په ورته وخت کې بیا د تخار مرستیال والي محمد فرید ذکي مني چې په ګومارنو کې بی عدالتي کېږي او مشران غواړي خپل کسان پر دندو وګوماري.

ذکي وايي، د دې پر ځای چې له قومونو سره توپیري چلند وشي باید ټولنیز عدالت په پام کې ونیول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.