مزارشريف (پژواک، ۵ لړم ۹۵): يوه سروې ښيي چې په بلخ ولایت کې د دولت لخوا د کارموندنې لپاره د ځانګړي پلان نشتوالی او اداري فساد د ځوانانو د بېکارۍ عمده لاملونه دي.
دغه راز سروې په ټوله کې د ښځو، ځوانانو او معلولو کسانو د ژوند د هر اړخيزو ستونزو لاملونه ناامني او بېکاري په ګوته کړې ده.
دغه سروې "د حقونو او مساوي پراختيا" په نامه موسسې لخوا د بلخ ولايت په شپږو ولسواليو او د مزارشريف ښار په شپږو ناحيو کې په تېرو شپږو مياشتو کې د ځوانانو، ښځو او معلولو کسانو د ژوند د حالت د معلومېدو په موخه ترسره شوې ده.
د دغې سروې پايلې نن د يوې غونډې پرمهال چې مدني فعالانو او دولتي چارواکو هم په کې ونډه لرله، اعلان شوې.
د دغې موسسې مسوولې فرېبا اکبريار په يادې غونډې کې وويل چې په سروې کې له اته کلنۍ تر ٣٥ کلنۍ عمر لرونکو ٦٥١ تنو سره چې ٢٢٠ يې نجونې دي مرکې شوې دي.
سروې په ډاګه کوي چې تر نيمايي ډېرو ځوانانو د دولت لخوا د کارموندنې په برخه کې د ځانګړي پلان نشتوالی او پاتې نورو بيا په دولتي ادارو کې د فساد شتون د ځوانانو د بېکارۍ مهم لاملونه په ګوته کړي دي.
همداراز سروې په ډاګه کړې، چې ۱۶۵ځوانانو په ولايتونو کې د کاري بوختياوو نشتوالی، ۱۸۳ځوانانو د تجربې کمښت او ۴۱ځوانانو ناهيلتوب د ځوانانو د بېکارۍ لاملونه ګڼلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP