مزارشريف (پژواک، ۵ لړم ۹۵) : له اسلامي مسايلو او ديني احکامو ناخبري د افراطيت د ډېروالي له عمده لاملونو وګڼل شول.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لړم په ۵مه ((د تاوتريخجن افراطيت پر وړاندې د ملي ستراتيژۍ جوړونې پروسه)) تر سرليک لاندې سيمينار کې د افراطيت پر لاملونو بحث وشو.
دغه سيمنار چې CPAU د سولې په تړاو د همکارۍ او همغږۍ موسسې له خوا جوړ شوی و، د بلخ ديني عالمانو، فرهنګيانو، مدني فعالانو، دولتي چارواکو او قومي مشرانو په کې برخه اخيستې وه.
د سيمنار ګډونوالو ديني عالمانو وويل چې په اسلام کې افراطيت منع شوی او له خپل دين څخه ناخبره مسلمانان افراطيت مخ اړوي.
مولوي امير الدين عالم د سيمينار په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له اسلامي مسايلو او ديني احکامو څخه ناخبري د دې لامل شوې، چې ځينې خلک د افراطيت پر لاره روان شي.))
نوموړي زياته کړه چې په اسلام کې افراطيت هېڅ ډول ځای نه لري.
د هغه په وينا، که چېرې عامو خلکو ته اسلام دين د پوهاوي په اړه سم تبليغ وشي؛ نو د افراطيت پر وړاندې به د جدي مبارزې رنګ واخلي.
د بلخ ولايت فرهنګيان هم په دې اند دي چې بايد د افراطيت پر وړاندې د اسلام د سم تعريف لپاره ديني عالمان جدي کار وکړي.
مدني فعال جعفر فيصل وويل چې د جوماتونو او تکيه خانو له لارې بايد ديني عالمان د عامو خلکو د ذهنيت سمونې لپاره جدي کار وکړي.
نوموړي زياته کړه چې عام خلکو د افراطيت په تړاو له ډېرو ديني مسايلو ناخبره ده، چې بايد خبر کړای شي.
د سولې په تړاو د همکارۍ او همغږۍ موسسې استازي کنيشکا راسخ پژواک ته وويل چې دغه ډول سيمنارونه د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د افراطيت پر وړاندې د مبارزې په نيت جوړ شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې ياد سيمنار يې د امنيت شورا، حج او اوقاف وزارت، کورنيو چارو وزارت او د ښځو چارو وزارت په ملاتړ جوړ شوی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP