Language

د غزني د پولیسو قطعې قوماندان ووژل شو

غزني (پژواک ٦ لړم ٩٥): په غزني کې د دې ولايت د امنيه قومندانۍ يو لوړپوړى مسوول له خپل ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د غزني د امنيه قومندانۍ وياند فهيم امرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيه قومندانۍ د "صفر٦" قطعې پر قومندان امين ګوهري، نن د اندړو ولسوالۍ په ګنډه اير سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، ګوهري له خپلو ملګرو سره په ياده سيمه کې ګزمه کوله، چې ټانک يې تر پله لاندې په خښ شوي ماين ور برابر شو، چې نوموړى له خپل ساتونکي سره په کې وژل شوى دى.

د هغه په وينا، ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

د غزني ولايت مقام وياند جاوېد سالنګي هم ياده پېښه مني او وايي، چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو شوې ده.

د اندړو د ګنډه اير سيمې يو اوسېدونکى رحيم الله وايي، په سيمه کې يې نن سهار د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

په ياده ولسوالۍ کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

login or register a new account.

Related Topics