Language

” شمال کې ډېرى غير رسمي مدرسې د وسله والو مخالفينو نظامي مرکزونه دي”

مزارشريف (پژواک، ۶ لړم ۹۵): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي  چې په دغه زون کې د ديني زده کړو ډېری غير رسمي مدرسې د وسله والو مخالفينو پر نظامي تعليماتي مرکزونو بدلې شوې دي.

بلخوا د بلخ د حج او اوقاف رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ۸۰۰ ديني مدرسې فعاليت کوي  چې يواځې ۲۳۰ يې له دوی سره رسمي دي.

په مزارشريف کې د شمال زون د نظم عامې شپږمې لوا مسوولينو د لړم په ۶مه،د ژمنيو عملياتو د پيل په تړاو غونډه وکړه.

د يادې غونډې په څنډه کې د شمال زون د نظم عامې شپږمې لوا قوماندان حسيب الله قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمال او شمال ختيځ زون کې له ځينو ديني مدرسو وسله وال  مخالفين ناوړه ګټه پورته کوي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه زون کې لا هم  داسې ډېرې مدرسې شته چې له دولت سره رسمي نه دي.

هغه وايي چې ډېری غير رسمي مدرسې د وسله والو طالبانو د نظامي زده کړو پر مرکزونو باندې بدلې شوې دي.

قريشي وويل چې له همدې مدرسو څخه په شاوخوا سيمو کې د دولت د کړنو پر خلاف تبليغاتي شپې پاڼې خپرېږي، چې د دولت او خلکو تر منځ د واټن د ډېرېدو لپاره کار کوي.

خو د بلخ د حج او اوقاف رياست مسوولين د دې مسلې پخلی نه کوي چې ټولې غير رسمي ديني مدرسې دې د وسله والو طالبانو پر نظامي تعليمي مرکزونو بدلې شوې وي.

د دغه ولايت د حج او اقاف رييس مولوي محمود انشجو پژواک ته وويل  چې په بلخ ولايت کې له ۷۰۰ څخه ۸۰۰ پورې مدرسې   فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه چې تر دې دمه په دغو مدرسو کې يواځې ۲۳۰ مدرسو د فعاليت جوازونه تر لاسه کړي او له دوی سره رسميات لري.

هغه وايي: ((دا خبره نه شم منلی  چې ټولې غير رسمي مدرسې دې د وسله والو مخالفينو پر نظامي تعليمي مرکزونو بدلې شوې وي.))

خو دانشجو وويل، ځينې مدرسې چې د سيمې ولکه يې په پوره توګه له دولت سره نه وي؛ وسله وال مخالفين به ترې ممکن ګټه پورته کوي.

login or register a new account.