Language

په بلخ کې  د درې پروژو کار بشپړ شو

مزار شريف (پژواک، ٨ لړم ٩٥): په بلخ ولايت کې د سړکونو د دوو پروژو په ګډون د بيارغونې درې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

ددې پروژو دپرانېستې په مراسمو کې د فوايدعامې وزير محمود بليغ، د اجراييوي رياست دويم مرستيال محمد محقق او د بلخ ولايت ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

محمود بليغ په بلخ ولسوالۍ کې د ١٢ کيلومتره سړک د پرانېستلو پر مهال خبريالانو ته وويل، دا سړک ١٢ متره سور لري چې تر نهرشاهي ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.

هغه زياته کړه چې پر دې سړک څه دپاسه ١٨٥ ميليونه افغانۍ لګښت  راغلى چې د اړونده وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکړل شوى دى.

دغه راز محمود بليغ د مزار شريف ښار اړونده د عليچوپان په سيمه کې د دوه کيلو متره سړک چې ١٠ متره سور لري  هم پرانېست.

ده وويل چې پر دې سړک ٥٥ ميليونه او ٨٦٠ زره افغانۍ لګښت راغلى، د حکومت له بوديجې ورکړل شوى او چارې يې په يوه کال کې بشپړې شوې دي.

د فوايد عامې وزير په بلخ ولايت کې ددغه وزارت نوى جوړ شوى مېلمستون هم پرانېست چې په دوو پوړونو کې جوړ شوى او ١٦ خونې لري.

پر دې ودانۍ ٢٣ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

د اجراييوي رياست دويم مرستيال محمد محقق وويل چې  ياد سړکونه ددې ولايت د وکيلانو د هلو ځلو په پايله کې جوړ شوي دي.

هغه له وکيلانو وغوښتل چې د بيارغونې دا ډول کارونو ته ډېره پاملرنه وکړي.

محقق پر ملي يووالي حکومت نيوکه وکړه چې د پرمختيايي کارونو په اړه خلکو ته سم تبليغ نه شي کولى.

د هغه په وينا، پخوانى حکومت په تبليغ کې تکړه و، خو په عمل کې يې سم کارونه نه ترسره کول .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.