ښرنه (پژواک، ٨ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې د پکتيکا ولايت پر وړممۍ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد يې په شاتمبولى او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د پکتيکا ولايت دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود دلړم په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونو وسله والو طالبانو پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې د وړممۍ ولسوالۍ پر بېلابېلو پوستو بريدونه پيل کړل.
هغه زياته کړه، دا جګړه چې د شپې تر دوولسو بجو يې دوام وکړ، په ترڅ کې يې تر ٩٠ پورې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د مړو او ټپيانو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
د امنيت امر وايي چې د وسله والو مخالفينو تر ٣٠ پورې جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوې دي .
مسعود وويل چې په دې جګړه کې څلور پوليس ټپيان شوي او اوس په سيمه کې کراري ده او جګړه نه شته.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په ياده ولسوالۍ کې درې پوستې نيولې، اته پوليس يې وژلي او پنځه يې ټپيان کړي دي.
هغه د خپل لوري تلفات رد کړل او ويې ويل چې اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.
خو د امنيت امر وايي چې په وړممۍ کې جګړه درېدلې، خو په ګاونډۍ ولسوالۍ کې يې جګړه روان ده.
وړممۍ د ولايت د مرکز ښرنې ښار ختيځ لور ته په ٩٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او له تېر يوه کال راهيسې يې لاره بنده ده.
login or register a new account.