خوست ښار (پژواک، ٩ لړم ٩٥): متحده عربي امارات د خوست له شيخ زايد پوهنتون سره ۳۰ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اماراتو سفير يوسف العلي دا ژمنه په پلازمېنه کابل کې د خوست له والي سره په يوه ځانګړې ناسته کې کړې ده.
د متحده عربي اماراتو سفير د خوست والي حکم خان حبيبي ته ډاډ ورکړی، دولت يې ژمن دی چې د خوست شېخ زايد پوهنتون به د افغانستان په کچه پر لومړۍ درجه پياوړي علمي او اکاډمیک مرکز بدلوي.
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې چې د سږ کال په ګډون تر راتلونکو درېيو کلونو به يوازې د شيخ زايد پوهنتون کادري روغتون ته د ۱۵ ميليونه ډالرو په ارزښت اړين طبي وسايل او نور اړين تجهيزات واخلي.
په دې ناسته کې والي حکم خان حبيبي د متحده عربي اماراتو له سفير څخه غوښتنه کړې چې د شېخ زايد پوهنتون تر څنګ د ديني مدرسو او جوماتونو په جوړولو او تقويه کولو کې هم ځانګړې مرسته وکړي.
خو د اماراتو سفير د خوست له والي سره ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به خپله خوست ولايت ته سفر وکړي او له پلان سره سم به د پوهنتون او نورو تړلو پروژو په عملي کولو کې جدي ګامونه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن