ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې خره قصابي شوي دي

تخار کې خره قصابي شوي دي

author avatar
31 Oct 2016 - 20:26
تخار کې خره قصابي شوي دي
author avatar
31 Oct 2016 - 20:26

تالقان (پژواک ١٠ لړم ٩٥): د تخار په مرکز تالقانو کې ځينو کسانو تېره شپه ۱۲ خره قصابي کړي وو او غوښتل یې چې د غويي غوښې پر ځای یې و وېشي، خو د خلکو له خبرېدو وروسته دغه کسان تښتېدلي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر عبدالرووف، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو کسانو غوښتل چې د خره غوښه د غويي غوښې سره یو ځای په دغه ولایت کې قراردادي ادارو ته وړاندې کړي.

که څه هم د جنايي مدیر نه په ډاګه کوي، چې دغه غوښه په کومو ادارو وېشل کېده، خو وايي چې تراوسه د خرو قصابان نه دي پېژندل شوي او پولیس یې په لټه کې دی.

نوموړی وايي: ((۴نیمې بجې وې چې د سیمې اوسېدونکو راته خبر راکړ چې یو شمېر کسانو خره قصابي کړي دي، ۱۰ تر ۱۲ خره یې قصابي کړي او اوس یې له پوسته کوي، دوی د دغو خرو غوښه د غويي غوښې سره یو ځای کوله او خپلو قراردادیانو باندې یې وېشلې، ان شاءالله موږ د پېښې عاملين په یوه یا دوه ورځو کې نیسو.))

د سیمې یو اوسېدونکی نبي الله بیا وايي، قصابانو د خرو پوستکي او غوښه وړې او هډوکي یې پاتې دي.

د هغه په وينا، د شلو خرو مړي په سیمه کې دي.

نوموړی زیاتوي: ((څه ناڅه شل خره یې په اورتبز سیمه کې قصابي کړي، شپه سبا شوې، دوی تښتېدلي، دوی خدای شرمولي، هېڅ مسلمان دا کار نه کوي، خدای خبر چې څومره نوره غوښه یې په خلکو وېشلي وي.))

دغه کسان له امنیتي ځواکونو غواړي چې د خرو قصابان پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

مخکې تردې هم په ټولنیزو شبکو کې داسې اندېښنې څرګندې شوې وې، چې ګواکې محصلینو ته د غويي غوښې ترڅنګ د خرو غوښه ورکول کېږي، خو د جنايي مدیریت له تند غبرګون سره مخامخ شوې.

دغه اداره وايي چې په دې اړه پلټنې کوي او غواړي اصلي کسان يې وپېژني او سزا ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.