Language

د کورنيو توليداتو د خرڅلاو لپاره د پام وړ تبليغات نه کېږي

مزارشريف (پژواک،۱۰لړم۹۵): د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست مسوولين وايي چې د کورنيو توليداتو د خرڅلاو لپاره د پام وړ تبليغات نه کېږي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېراحمد سپاهي زاده د لړم په ۱۰مه، په مزارشريف ښار کې د صنعتي او کرنيزو کورنيو توليداتو د نندارتون په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نندارتونونه د توليداتو د بازار موندنې په برخه کې ښه چاره ده.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د صنعتي او کرنيزو کورنيو توليداتو په ننني نندارتون کې په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې بېلا بېل کورني توليدات نندارې ته وړاندې شوي وو.

د بلخ د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي پژواک ته وويل چې دغه نندارتون به تر راتلونکو درې ورځو پورې د نندارچيانو پر مخ خلاص وي.

نوموړي زياته کړه چې په نندارتون کې لاسي صنايع، کرنيز توکي، خوراکي توکي، لبنيات او داسې نور کورني توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه د کورنيو توليداتو د بازار په تړاو وويل چې سوداګر  په پوره توګه له امنيتي ګواښونو څخه خوندي نه دي.

يونسي وويل:((سوداګر د ناامنۍ له امله په خلاصه توګه سوداګريز فعاليت ته زړه نه شي کولی.))

مېرمن دينا، چې په ياد نندارتون کې يې لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړي وو، پژواک ته وويل چې  مزارشريف ښار د سوداګريزو چارو لپاره يو څه خوندي ځاى دى.

نوموړې زياته کړه چې کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورته نندارتونونه مرسته کولی شي.

هغې له دولت څخه د ورته نندارتونو لپاره د ځانګړي ځای د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو چارو رييس شېراحمد سپاهي زاده وويل چې دولت د سوداګرو لپاره د اسانتياوو برابرولو په برخه کې ژمن دی.

نوموړي د کورنيو توليداتو د بازار موندنې په تړاو وويل  چې دغې برخې ته ډېر تبليغات په کار دي.

login or register a new account.